افغانستان اقتصاد سرسکالو

هلمند کې د جوارو پراخه حاصلات؛ نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسیږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تورمۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي.

د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې ولایت په ۳۷ زره او ۲۳۵هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به ۱۸۹زره او ۸۹۸ ټنه جوار تر لاسه شي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي:

«د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»

تود بازار

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هلمند جوار د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري.

د هلمند ولایت د غلو دانو د منډوي د ازادو کاروباریانو او سوداګرو په وینا؛ له هلمند څخه هره ورځ سلګونه مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل:

«هلې ځلې کوو، چې هلمند کې د جوارو د پروسس لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې زمینه برابره کړي، تر څو ددې ولایت جوارو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د غوړیو تولید او د حیواني خوراکې چمتو کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.»

هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ