افغانستان کرونا

سر له سبا هلمند ولايت د دوو اونيو لپاره قرنطين کيږي!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د ولسمشر د هدايت سره سم هلمند ولايت سر له سبا د ۲ اونيو لپاره قرنطين کيږي.

نن په يوه خبري کنفرانس کي چي د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان،د ولايت مقام مرستيال،د هلمند امنيه قومندان او د کرونا لپاره ځانګړي سوي کميټې سره په غونډه کي پريکړه وسوه چي هلمند به د دوو اونيو لپاره نيمه قرنطين کيږي.

د نيمه قرنطين په طرحي کي راغلي چي دولتي اداري او خدماتي سيمي، پرته له ( مالي برخي، روغتيا ،د ښاروالۍ د تنظيف او سرسبزۍ برخي) په مطلق ډول قرنطين سي.

د يادي طرحي سره سم به په لښکرګاه ښار کي ټول د ګڼي ګوڼي مشخص ځايونه تړل کيږي او د دوو اونيو په دوران کي هر ډول فعاليت لپاره پکښې اجازه نسته.

۱: د لښکرګاه لومړی حوزې اړوند ښځينه سوپ۲ : کارته لګان ښځو مارکيټ۳: حاجي غلام نبي مارکيټ۴:بارک مارکيټ۵:عمري مارکيټ۶: بولان ځنګل۷: د سيند غاړه۸: تفريحي ځايونه۹: د خياطانو مارکيټ۱۰: هوټلونه۱۱: حمامونه۱۲: کافي شاپونه۱۳: صرافانو مارکيټ۱۴: ټول عمومي مارکيټونه بغير له ارزاقي موادو څخه.

هغه ادارې اوسيمي،نظامي ځواکونه،بانکونه او روغتيايي مرکزونه چي په نيمه قرنطين کي فعاليت کوي بايد ماسکونو،صابون او مکروب ضد مايع درملو څخه په دوامدار ډول استفاده وکړي.

همدارنګه د ښار په ټولو دخولي دروازو کي به روغتيايي ټيمونه راتلونکي خلک چکوي او په صالونونو کي د پروګرامونو او ودونو جوړولو باندي بنديز لګيدلی دی.

د هلمند والي له خلکو وغوښتل چي د حکومت سره همکاره پاته سي ترڅو په بريالي ډول مو په ګډه د کرونا ويروس په وړاندي جدي مبارزه کړې وي.

دا پداسي حال کي ده چي تر اوسه په هلمند ولايت کي د کرونا ويروس هيڅ مثبت پيښه نده ثبت سوې.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ