افغانستان بریا او پرمختګ

هلمند کې د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه.

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

تر مرکز کابل او زونونو وروسته په هلمند ولايت کې هم د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه.

د بريښنايي تذکرو د وېش په پرانيستغونډه کې چې د هلمند ولايت مقام د عبدالباري جهاني په تالار کې ترسره سوه،د هلمند والي،مرستيالانو،د احصايې معلوماتو رئيس او د دولتي ادارو نورو رئيسانو او مامورينو هم ګډون کړی وو.

د احصائې او معلوماتو رئيس ولي شاه پاڅون د بريښنايي تذکرو وېش يو اړينه ملي پروسه وبلله او پدې برخه کي يې د ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې هلمند کې يې ددې بهير د پيليدو لپاره خپلي هڅي وکړې.

ولي شاه پاڅون وويل:” تر مرکز او زونونو وروسته دادی هلمندکې د بريښنايي تذکرو ويشل پيل سو چې دا د نفوس د کره شمېرو ترڅنګ د فساد مخنيوي، د جرایمو په کمښت، حج او بهرنيو هيوادونو ته د سفر اسانتيا او ګڼو نورو برخو کې رول لري”.

ښاغلي پاڅون ياران ته وويل چې د بريښنايي تذکرو د وېش لپاره ځانګړې ودانۍ جوړه سوې، نوي کارکوونکې ورته ګمارل سوي، چې د پوره چمتووالي سره به لومړی د هيوادوالو نومليکنه ترسره کوو،تر هغه وروسته به تذکرې ورته وېشو.

د هلمند والي جنرال ياسين خان هم د بريښنايي تذکرو د وېش په پيليدو سره خوښي وښودله.

ياسين خان زياته کړه” وروسته له ډېرو هلو ځلو پدې وتونېدلو چې هلمند کې د بريښنايي تذکرو يو ځانګړې څانګه پرانيزو،ولسونه بايد د خپل هويت او د نفوس د کره شميرې ثبتولو ترڅنګ د اصلي نفوس په تناسب د خپلو حقونو او امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره د برېښنايي تذکرو ترلاسه کولو لپاره ځانګړې فورمې ترلاسه او پدې بهير کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

ښاغلي یاسين خان وويل چې لومړی به د بريښنايي تذکرو د وېش لومړيتوب د شهيدانو او معلولينو کورنيو ته ورکول سي تر څو د هغوی د حقوقو د ورکړې پرمهال شفافيت رامنځته سي او د فساد مخنيوی وسي.

د احصايې د مالوماتو له مخې هلمند ولايت د ۱۴ لکه په شاوخوا کې نفوس لري پداسې حال کې چې د وګړو شمېر يې تر ۳ ميليونه هم لوړېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ