افغانستان اقتصاد بریا او پرمختګ

هلمندي ځمکوالو ته د خرماوو باغونه جوړېږي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د هلمند د کرنې رياست غواړي هلمندي ځمکوالو ته د خرماوو باغونه جوړ کړي.

هلمند چې د افغانستان د کرنيزو ولايتونو څخه دی په خورا پرېمانه ډول د کرهڼې ځمکي لري چې ځمکوال يې د حاصلاتو څخه راضي دي.

هلمند کې د مشهورو مېوو ترڅنګ اوس کېلې هم وده کړې چئ ډېر ژر به يې حاصل نندارې ته وړاندي سي ،او د ترويج په موخه به يې په بيلابيلو سيمو کې باغونه جوړ سي.

د هلمند د کرنې د رياست مسولين وايي چې د خرما د ونو د ترويج په خاطر غواړي ځمکوالو ته په ۲۵ جريبه ځمکه کې د خرماوو باغونه جوړ کړي.

د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسئول سيدرفيع الله قلم وايي چې په همدې موخه يې د ځمکو د جوړولو چارې پيل کړي چې ډېر ژر به د خرماوو نيالګي پکښې کښېنول سي.

قلم وايي په تېرو څو کلونو کې د کرنې د رياست له لورې د خرماوو د ونو او حاصل په اړه د فني کارکوونکو له لورې څيړنې وسوې چې ښې پايلي يې ترلاسه کړې.

دی وايي د خرماوو د بڼونو ټول مصارف د کرنې د وزارت له لورې ورکول کيږي،نو ځکه پلان لرو چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په هلمند کې د خرماوو باغونه نور هم زيات کړي ترڅو ځمکوالو ته د عايداتو دوامداره سرچينه وګرځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ