مارچ 3, 2021

په لومړي ځل یوې ښځي په هلمند کي د کرکیټ په اړه کتاب لیکلی!

ليکنه: صابرحميدي
د عایشې عمري په نوم یوې هلمندۍ ښځي د (بیټ او بال) په نوم د کرکیټ په اړه بشپړ کتاب لیکلی، چي تر اوسه ندی چاپ سوی او د چاپ لپاره اماده دئ.
عایشې عمري د یوې نړیوالي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کي وویل، چي دا کتاب ئې د ۸ میاشتو په موده کي لیکلی، چي په یاد کتاب کي ئې د کرکیټ د تاریخچې، د کرکیټ ډولونو، د کرکیټ د اصطلاحاتو، د افغانستان کرکیټ، نړیوال کرکیټ او د کرکیت لوبي لپاره پر مهمو موادو ږغېدلې.

اغلي عمري په خپلو خبرو کي وویل، چي د یاد کتاب لیکلو انګېزه ئې ځکه ځان کي پيدا سوه، چي همدې کرکیټ د افغانستان ټول قومونه پر یوه ټبر کښېنولي او د بریا په وخت کي ئې د افغانستان د هر ګوټ او هر قوم وګړي خوشحالۍ کوي.
هغې زیاته کړه، چي په افغانستان کي د نورو هیوادونو په پرتله لږ وختونه کیږي، چي کرکیټ وده کړې نو په همدې اساس ئې هم د خلګو د ښه پوهاوي لپاره دا ګام پورته کړی.
دا کتاب چي تراوسه ناچاپ دی او ندی چاپ سوی، خو هغې پر کرکیټ بورډ تجارانو او نورو خګلو ږغ وکړ، چي د کتاب په چاپ کي ورسره مالي ملاتړ وکړي، تر څو د یاد کتاب څخه ټول افغانان ګټه واخلي او د کرکیټ په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي.
هغې وویل، که چیري دا کتاب چاپ کړل سي، نو د نورو ورزشي رشتو د بشپړ پيژندلو په اړه به هم بیلابیل کتابونه ولیکي.