مارچ 5, 2021

سبا هلمند کې انټرکلب سيالۍ پيليږي

خبريال: مدثر دعوت
هلمند کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د انټر کلب سيالۍ پيليږي.
د کرونا وېروس له امله څو مياشتې وړاندې په ټول افغانستان کې رسمي ورزش په ټپه ودرېدی، پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې همدا حال وو.
وروسته تر هغې چې د کرونا د کمېټې له لورې په افغانستان کې د کريکټ او فوټبال لوبو ته اجازه ورکړه سوه،په ټولو ولايتونو کې د انټرکلب سيالۍ پيل سوي ياهم پيليږي.
د هلمند د کريکټ امر محمد حسين فولادوال وايي ددې سياليو هدف د ځوانو استعدادونو لټول دي.
فولادوال ياران ته وويل: ” دا رسمي سيالۍ دي او د کريکټ بورډ په هدايت سره په ټول افغانستان کې پيليږي ،هر هغه دوې لوبډلې چې پايلوبې ته ووتلې هغه به د زون په سياليو کې ګډون کوي ، او بل هدف مو د ځوانو استعدادونو پيداکول دي”.

همدارنګه فولادوال وويل چې د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره يې د اړتيا وړ تدابير نيولي دي.
د کلب لېول پدې ټورنمينټ کې ۲۰ لوبډلې پر څلورو ګروپونو وېشل سوي چې د هر ګروپ څخه به دوې مخکښي لوبډلي دويم پړاو ته ځي.
هېره دې نه وي چې پدې ټورنمينټ کې يوازي هغه کلبونه شامل دي چې د افغانستان د کريکټ بورډ له ادارې سره ثبت دي.
تر اوسه په پکتيکا، لغمان، کابل، غزني، خوست ، زابل او ننګرهار ولايتونو کې د انټرکلب سيالۍ پيل سويدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي