افغانستان اقتصاد بریا او پرمختګ

تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

تر ۷ کلونو ځند وروسته د بست د تصدۍ فابريکه فعاله او د پنبې د پروسيس بهير پيل سو.

مسولين وايي چې د هلمند د بست تصدۍ فابريکې لپاره به سږکال ۴۰۰۰ ټنه پنبه د بزګرانو او کروندګرو څخه رانيول سي.

د هلمند والي جنرال ياسين خان چې ددې فابريکې د بيا پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلودی رسنيو ته وويل چې زرګونو کروندګرو او تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ته به د کار زمينه برابره سي.

ياسين خان وويل: ” له دوامداره هڅو وروسته وتوانیدلو چي د افغانستان د جلالتماب ولسمشر په ځانګړې پاملرنه بُست تصدۍ فابریکې ته ۲۰۰ میلونه افغانۍ منظور کړو چې ۱۵۰ میلونه بُست تصدۍ ته رسېدلي او د ۵۰ میلیونه د انتقال چارې روانې دي چي په دې سره به د زرګونه کروندګرو ترڅنګ دلته ګڼو نورو خلکو ته د کار زمینه برابره شي“.

نوموړي دا هم وويله چې سږکال به د يادې فابريکې لپاره ۴۰۰۰ ټنه پنبه رانيول سي چې تر اوسه يې ۸۰۰ ټنه پېرل سوې ده.

سږکال چې په هلمند کې تر ۶۲زره هکتاره ډېره ځمکه په پنبې کرل سوې،د یاسين خان په خبره د پنبې تر پروسيس وروسته به مالوچ ، غوړي ، صابون ، کنجاره او پوستک تولید کړي.

د بست د تصدۍ مسولين وايي چې ددې فابريکې د بيا پرانيستل کېدو وړاندي د هلمند پنبه کندهار،کابل، هرات او پاکستان ته د پروسيس لپاره وړل کېده چې تر دې وروسته به په هلمند کې پروسيس کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ