مارچ 5, 2021

هلمند: د بزګرانو هر یو جریب بڼ ته ۲۰ کیلو ګرامه توره سره ورکول کیږي

راپور: بشر درویش
د هلمند ولایت پرهغو بڼوالو چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ورته د مېوو نوي بڼونه جوړشوي دي، د دوی د بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار توره سره «DAP» وېشل کیږي.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې کاږي؛ د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه او ددې ولایت په ولسوالیو کې پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې وزارت له خوا دوی ته د مېوو یوزر او ۳۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.
په دې لړۍ کې هر یو جریب بڼ ته ۲۰ کیلو ګرامه توره سره ورکول کیږي.

ښاغلي الکو زیاتوي:

«د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د تېر مني او سږ پسرلي موسم کې په دې ولایت کې یوزر او ۳۰۰ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د ښې ودې په پار پر اړوندو بڼوالو توره سره وېشل کيږي.»

خبرپاڼه کې ويل شوي؛ دغه سرې پر هغو بڼوالو وېشل کیږي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ورته د مېوو بڼونه جوړ شوي دي.

ويل شوي؛ په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدراۍ ملي پروژې ترچتر لاندې بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند بېلابېل روزنې هم ورکړل شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي