مارچ 9, 2021

د هلمند کېلې په حاصل راغلي

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند د کرنې د رياست مسولين وايي چې د کېلې بوټي حاصل ته رسېدلي دي.
د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسئول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل چې د کېلې تر ۲۰۰ ډېر بوټي يې د کنړ ولايت څخه هلمند ته په دوو مرحلو کې راوړي دې چې تمه ده ښه پايله به ورکړي.

قلم وايي سږکال مو د کنړ ولايت څخه ۱۵۰ بوټي راوړي او پاته نور بوټي مو څلور کلونه وړاندې راوړي وه چې په تحقيقاتي فارم کې په توافقي ډول کښېنول سويدي.

دی وايي تر اوسه لا د فني کارکوونکو او مسلکي انجنيرانو له لورې څېړني راوني دي تر څو ارزوونه يې وسي چې حاصل ورکوي که يا.
ښاغلی قلم وايي تر اوسه خو يې لاهم پايله مثبت ده،خو تر هغو به لاهم څېړنه ورباندې کيږي چې په پوره ډول مثبته پايله ورکړي،تر هغه وروسته به په هلمند کې د کېلې بوټی تکثير سي ،د کرنې د رياست له لورې به دا زمينه برابره سي چې د بزګرانو لپاره نمونوي باغونه جوړ سي ،او له همدې لاري په هلمند کې کېله ترويج کړي.

د کېلو بوټو په هلمند کې په هر موسم کې ځانګړې وده کړې او تمه ده چې ډېر ژر به يې د حاصل پايله د بزګرانو سره شريکه سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ