مارچ 4, 2021

هلمند کې د کوکنارو پر ضد ګټوره جګړه؛ بزګران وايي، دا یې ښه بدیل دی

خبريال: مدثر دعوت

هلمند ولايت کې د تېلي نباتاتو کرنه زياته سوې چې بزګران يې د کوکنارو ښه بديل بولي.
هلمند چې يو کرنيز ولايت دی د تېرو ۱۵ کلونو راهيسي د کوکنارو په کښت کې د نړۍ په کچه د ډېرو کوکنارو کرلو په سيمه کې راځي،که څه هم دولت هڅه کوي چې د ترياکو بديل پيدا کړي او وخت ناوخته د بزګرانو سره د اصلاح سويو تخمونو مرستې هم کوي خوبيا هم ددې کښت په کرلو کې کموالی ندی راغلی.
که څه هم سږکال هلمند کې کوکنار ډېر زيات کرل سوي وه خو په مقابل کې يې قېمت هم ډېر ټيټ وو چې اوس بزګران هڅه کوي ددې کښت پرځای نورو کروندو ته ترجېح ورکړي.
هلمند کې په روان موسم کې تر بل هر وخت ډېر ريحان کرل سوي چې د قېمت د لوړوالي پخاطر د کوکنارو يو ښه بديل بلل کېږي.

د ريحانو يا کشمالو ترڅنګ سږکال هلمند کې په زياته کچه کنجدې او لمرګلي هم کرل سوي چې پدې وروستيو کې يې د ځمکوالو توجه جلب کړېده.
د هلمند د کرنې رياست مسولين وايي چې د لمرګلي د کښت د کرلو لپاره يې د خلکو سره مرستي پيل کړي .
په دې لړ کې د کرنې ریاست ساحوي کارکوونکي بزګرو ته فني او مسلکي مشورې ورکوي ، ددې ترڅنګ د روزنیزو برنامو ، ننداریزو قطعو او د بېلابېلو ممکنه لارو چارو څخه په ګټې اخستنې بزګرو ته لارښونې کیږي ترڅو په خپلو ځمکو کې لمرګلي زیات وکري.
هلمند بزګران هيلمن دي چې که چېرې د ريحانو د کرلو په برخه کې ورسره دولت مرستې وکړي دا کښت به لا ډېر سي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ