فبروري 27, 2021

د ډاکټر نجیب لور ولسمشرغني ته: هر فلم پای لري او د نجیب ملتپالنه معلومه ده

راپور: بشر درویش
د افغانستان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو خبرو ته چې د یوې مرکې پرمهال یې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په اړه کړي دي، غبرګونونه پاریدلي دي.
د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب د ولسمشر غني خبرو ته د نیوکې ګوته نیولې ده.
ولسمشر غني وړمه ورځ په یوه انلاین ویډیو کنفرانس کې چې د انتلانتیک شورا له لورې برابر شوی و، د موقت حکومت په اړه د یوې پوښتنې په غبرګون کې وویل چې د داکټر نجیب په شان تیروتنه به ونه کړي.
ولسمشر غني وویل:

 «.د ډاکټر نجیب په شان غلطي نه کوم، موږ هغه فلم په ژوندۍ بڼه لیدلی او له موږ دې دا غوښتنه نه کیږي، ځکه په وینا پوهیږي چې پایله یې څه کیدای شي»

ولسمشر غني دې کنفرانس کې د ډاکټر نجیب د استعفا اعلان د هغه تر ټولو لویه غلطې بللې ده.
همدې خبرو ته د ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب په غبرګون کې ویلي چې هر فلم پای لري.
هغې پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼه او ټویټر لیکلي:

«ولسمشر اشرف غني، افغانستان کې جنګ د شلو کلونو د فلم پروژه نه ده، په هر صورت هر فلم پای لري، د سولې لپاره د نجیب الله پر نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي او هغه خندا چې د مرکې په پای کې مو وکړه، دا له یوه رهبر سره نه ښايي.»


له دې وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کرم خرم هم د ولسمشر غني یادو خبرو ته غبرګون ښودلی و.
ښاغلي خرم ویلي چې ولسمشر غني په غلطه دی او اوسنی وضعیت هغسې نه دی.
هغه لیکلي:

« ولسمشر غنی سم نه وايي: ډاکټرنجيب مخکې له کوم توافقه استعفا او د وتلو هڅه وکړه. اوسنی وضعيت بيل دی، لومړی د سولې مذاکرات بيا موقت حکومت! پرته له موقت حکومته پروسه نه تکميليږي.»

ښاغلي خرم همدا راز پر ولسمشرغني تور لګولی چې تر ټولو ډیر یې اساسي قانون نقض کړی دی.


هغه ویلي د اساسي قانون ناقض د جمهوري نظام د حفاظت دعوه دار کيداي نشي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*