حکمتیار له پاکستانه تر راګرځیدو وروسته؛ د هلمند په جګړه کې هیڅ پاکستانی نشته

راپور: بشر درویش

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د هلمند په جګړه کې هیڅ پاکستاني ګډون نه درلود.
نوموړي دا خبرې له پاکستانه تر راستنیدو وروسته خبري کنفرانس کې کړي دي.
هغه ویلي هغه خبرې دروغ دي چې وايي پاکستانیان افغانستان کې د خلکو پر ضد جګړه کوي.
نوموړي ددې ترڅنګ له پاکستان وروسته افغانستان کې بیا دا خبره تکرار کړې چې موقت حکومت دې جوړ شي.
د هلمند په جګړه کې ګڼ شمیرخلک بې ځایه شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې.

غبرګون

د ګلبدین حکمتیار له دې خبرو وروسته تاوده غبرګونونه پاریدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د هغه دا خبرې د شرم وړ بللې دي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د نوموړي خبرې ملت ته کوم اهمیت نه لري او څلویښت کاله یې په دا ډول جګړیزو څرګندونو تیر شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د ګلبدین حکمتیار دې خبرو تاوده منفي غبرګونونه پارولي دي.
خلکو نیوکې کړي او ویلي دي چې نوموړي دا خبرې پاکستان ته له سفر وروسته د پاکستان د استخباراتو او حکومت په خوښه کړي چې څو د هلمند په وروستۍ جګړه کې د پاکستاني اتباعو له وژنې د افغانانو او نړۍ پام واوړي.
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ