سپورټ کرکټ مخکښان

د حیدراباد کرکټ لوبډلې له راشدخان د لا ښې لوبې هیله کړې

د سنرایزرز حیدراباد کرکټ لوبډلې رهبرۍ غړو له راشدخان هیله کړې، چې لا مثبته لوبه وکړي او د خپلې توپ اچونې جادویي ځواک وښيي.

دې لوبډلې په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې له راشدخان څخه د لا ښې لوبې هیله کېږي.

دې لوبډلې دا جمله وروسته له هغې لیکلې، چې لومړۍ ماته یې له بنګلور لوبډلې څخه په لس منډو وخوړه.

په لومړۍ لوبه کې راشدخان په ۴ اورونوکې ۳۱ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانخیسته.

راشدخان هم لیکلي، چې دی تل ښه لوبه کوي او غواړي چې مثبته لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

د حیدراباد لوبډله او له راشدخان څخه تمې

کله چې ۲۰۱۷ کې راشدخان او محمدنبي له حیدراباد لوبډلې سره مل شول، له همغه کال راهیسې یې راشدخان په یوه لوبه کې هم نه ډراپ کړی او مسلسل لوبو کې لوبول شوی دی.

راشدخان د تمې خلاف ۲۰۱۷ کې ښه وځلېد او د ګوجرات لاینز پر وړاندې لومړۍ لوبه کې یې درې وېکټې واخېستې.

ده په دې کال خپل لوبییز سفر په بریالۍ توګه پای ته ورساوه او بیا د اسټرالیا په بېګ باش کې هم په لومړي ځل واخیستل.

په ۲۰۱۸ کې نیمه پایلوبه کې راشدخان خپله غوره الراونډري ښکاره کړه او د حیدراباد لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله؛ خو پایلوبه کې یې له چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې ماته وخوړه.

هغه مهال د هر چا په خوله د راشدخان نامه وه او حتی د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي یې هم ستاینه وکړه.

په ۲۰۱۹ کې هم راشدخان ښه توپ اچونه کوله او پایله یې په اي پي اېل کې د خپلې لوبډلې لپاره مثبته وه.

په آی پي اېل کې یې ۴۸ لوبې کړي او ۵۶ وېکټې یې اخیستي، چې یوه لوبه کې یې د ۱۹ منډو په ورکړې سره ۳ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.

د حېدراباد لوبډله په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې هم له راشدخان همغسې تمه لري، لکه څنګه چې په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې وه.

د راشدخان توپ اچونه ولې کمزورې شوې؟

کله چې راشدخان ۲۰۱۵ کال کې لوبډلې سره مل شو او د افغانستان لپاره یې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې پیل کړې، خورا ښه وځلېد.

د نړۍ په غوره لوبغاړو کې شمار شو او د ده د شهرت کلونه د ۲۰۱۹ کال تر مې میاشت پورې خورا مثبت وو؛ خو کله چې په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ولوبېد، هلته ډېری لوبو کې وټکېد او د وېکټو اخیستلو برخه یې هم کمزورې وه.

د انګلستان خلاف لوبه کې یې شاوخوا ۱۱۰ منډې ورکړې او ایکانومي یې له لسو پورته وه.

بس د راشدخان د توپ اچونې خونده له همغه وخته کمرنګه شوې.

دلته په کوردننه میشت کرکټ مینوال وایي، چې راشدخان ځکه نه ځلېږي، چې د نړۍ توپوهونکي یې له توپ اچونې سره بلد شول.

عبدالمجید صفدروال چې د کرکټ مینوال دی، وایي راشدخان نه ځلېږي او علت یې دا دی، چې د نړۍ توپوهونکي یې له توپ اچونې سره بلد شول.

زاهدالله درانی وایي، چې د وخت په تېرېدو سره  د راشدخان توپ اچونه له برم وتې او اوس ښه نه ځلېږي، په سي پي اېل یا کارابین لوبو کې یې هم چندان خوند نه و پاتې.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وروسته راشدخان د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه نهم ځای ته ولاړ؛ خو په شل اوریزو لوبو کې یې بیا خپل ځای ساتلی دی.

د حېدراباد دویمه ماته او دوو افغان لوبغاړو لوبه

د اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش په ژوبلېدو سره محمدنبي ته د لوبېدو چانس ورغی، د سپټمبرپه ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ ولوبېدل.

محمد نبي که څه هم توپوهنې ته وروسته راښکته کړل شو، خو بیا هم په اته توپونو کې ۲ څلوریزې ووهلې او په ۱۱ منډو ناټ اوټ ووت.

په توپ اچونه کې  ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او په کومه وېکټ اخېستلو بریالی نشو.

بل پلو راشدخان په خپله دویمه لوبه کې په یوه وېکټ اخېستلو بریالی شو او دېنېش کارتېک یې وسوځاوه.

د محمدنبي عیسی خېل ایکانومي ۵ اعشاریه ۸۰ وه او د راشدخان بیا ۶ اعشاریه ۲۰ وه.

لوبه کې کلکتې لوبډلې د حېدراباد لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او حېدراباد لوبډله د نومرو په جدول کې وروستي ځای ته ولاړه.

حیدراباد بله لوبه د سه شنبې په ورځ له ډیلي لوبډلې سره  کوي او دې لوبه کې هم افغان لوبغاړو ته هیلې شته، چې ښه به وځلېږي.

hyder abad.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ