سپورټ کرکټ

د حیدراباد کرکټ لوبډلې له شپږمې بریا سره د شپږ لوبډلو هیلې ځوړندې شوې

د آی پي اېل سوداګریزو لوبو په دوام تېره شپه د اکټوبر په ۳۱ مه حیدراباد کرکټ لوبډلې د لیګ په ۵۲ مه لوبه کې بنګلور کرکټ لوبډله ماته کړه.

د  دې لوبې په بري سره حیدراباد د نومرو جدول کې څلورم ځای واخیست.

د حیدراباد لپاره توپ اچونه کې ټولو بالرانو خپله غوره کارکرده ګي وکړه او د بنګلور په څېر ځواکمن بېټېنګ لاین یې تر ۱۲۰ محدود کړ.

د نومرو په جدول کې د دوو لوبډلو نېټ رن رېټ مثبت دی، چې د ممبيي لوبډ‌لې ۱ اعشاریه ۲۹۶ دی او د حیدراباد مثبت صفر اعشاریه ۵۵۵ دی.

نور د ټولو لوبډلو نېټ رن رېټ منفي دی.

د آی پي اېل ټولو لوبډلو د لومړي پړاو لوبو ۱۳ ، دیارلس پوره کړي دي او د هرې یوې لوبډلې یوه، یوه لوبه پاتې ده.

د لوبډلو دویم پړاو ته د چانس

که ډیلي، بنګلور او ډیلي راتلونکې خپلې لوبې وګټي، بیا حیدراباد ته چانس شته چې دویم پړاو ته په چانس ولاړ شي.

خو که حیدراباد خپله راتلونکې لوبه له ممبيي انډیئنز څخه وګټي، نېغه په نېغه دویم پړاو ته ځي.

ممبيي لوبډلې سر له وړاندې غوراوي پړاو ته لار موندلې ده.

د کلکتې، حیدراباد، پنجاب او راجستان نومرې دولس، دولس دي او د چینای ۱۰ دي، که چینای، نننۍ لوبه له پنجاب وګټي پنجاب دویم پړاو څخه پاتې کېږي، او کلکتې راجستان کې یوه لوبډله لوبه وګټي؛ نو بایلونکې لوبډله له سیالیو بهر کېږي.

حیدراباد ته راتلونکې لوبه خورا مهمه ده، چې له ممبيي یې وګټي او خپلې نومرې ۱۴ ته پورته کړي.

خو که کلکته، پنجاب، راجستان لوبې وګټي او حیدراباد یې وبایلي، نو حیدراباد بیا له دویم پړاو څخه پاتې کېږي.

خو کلکته، پنجاب، راجستان او حیدراباد لوبې وبایلي، بیا موقع د حیدراباد ده چې دویم پړاو ته ولاړه شي.

خو بیا هم کلکتې، پنجاب او راجستان ته به شرط د دې ورکول کېږي، چې په لوړ مرجن یا په ستر توپیر له خپلو مقابلو لوبډلو لوبې وګټي.

که ډیلي او بنګلور خپلې راتلونکې لوبې وبایلي، پنجاب، کلکته او راجستان یې په ښه توپیر وګټي، د بنګلور او ډیلي د بهر کېدو امکانات شته.

دا ځکه چې د ډیلي او بنګلور نېټ رن رېټ هم منفي دي او که چېري کلکته، پنجاب او راجستان په لوړ توپیر لوبې وګټي، نومرې یې څوارلس کېږي او نېټ رن رېټ یې هم مثبت کېږي او له دې سره د بنګلور او ډیلي د بهر کېدو موقع شته.

33333.PNG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ