ادبیات

دا زړه د چا لپاره ده..؟( نثري ټوټه)

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم مرضیه افغان

دا زړه د چا لپاره ده…؟

دا پوښتنه مې د دماغ په نړۍ قابضه وه.. یوازیتوب کې مې له زړه او له ځانه وپوښتل.

” زه ستا لپاره یمه” زړه ورو سرګوشی وکړه.

“زما لپاره..؟ ! ” په تعجب سره مې ترې وپوښتل.

“هو خود ستا لپاره یمه، ته چې څه خوښوې زه د هماغه په اړه چورت وهم. ته چې څه محسوسوې زه هم هماغه محسوسوم، چې کله ته افسرده یې نو زه هم خفه اوسمه، چې له خوښۍ بې حاله یې زه هم ستا په خوښۍ کې په خندا شمه.. ځکه چې زه ستا یمه..! زړه له دې خبرې سره کټ کټ په خندا شوو.

“ښه نو که ته زما یې، زه بیا د چا یمه..؟ ” ما د اضطراب په حالت کې وپوښتل.

“ته.. ته زما یې” زړه په خورا اطمینان سره ځواب راکړ.

“او موږ دواړه د چا لپاره یو؟ ”

“موږ.. موږ دواړه..!؟ خدایزده موږ دواړه د چا لپاره یو..دا خو ماته نده مالوم”

ما خپل سر ټیټ کړ. یوې داسې پوښتنې سره زه اوس مخ ومه چې ځواب یې نه زړه ته مالوم وو نه ماته.

“زه او زما زړه د چا دي؟ “له ځانه مې بیا وپوښتل.

“د دنیا…! ” زړه راته په تلوار کې ځواب راکړ.

“د هغي دنیا چې موږ ته غم راکوي، زموږ په خوښیو نه خوشاله کیږي، په مصیبت کې مو مرسته نکوي. نو یانې موږ دواړه د دې خودغرضه سفاکې او نا ارامي دنیا لپاره یو..! ”

“اې زړه…! که ته غواړې چې د دې دنیا شې نو لاس دي خلاص ځکه چې په تا زه اختیار نلرمه خو زما روح له دې دنیا خفه ده او هیڅکله به نه وغواړي چې د دې دنیا شي..! ”

زړه: “خبره داسې ده چې د دنیا پدې رونق زه خوشالیږمه، چې نیمه شپه کوم هوټل ته لاړه شې، پررونقه میلمستیا وي،ژوندی محفل وي یا کوم غټ بازار ته چې د خنداوو غږونه وي، د مختلفو خوراکونو خوشبوي وي، ښایسته زرق برق کالي وي، چې ښایسته موټر وي، ماډرن ویلا وي او یا کوم خودکار مشین ستا په تصرف کي وي نو هغه وخت به زما د خوشالی انتها نه وي او دا دنیا به ماته لا زړه را ښکونکي ښکاریږی ځکه زه خو د همدې دنیا یمه”

“خو زما دا دنیا نه خوښیږي..! ” روح چې خاموشی سره یې د زړه خبري اورېدې یو ناڅاپه وویل.

“زما خو له دې رنګینۍ څخه هم وحشت کیږي په کوم کې چې ته راحت مومې. ځکه چې دا ټول رونق به یو وخت ختمیږي، دا بازارونه به یوه ورځ تش شي او دا ټول خلګ به یوه ورځ رخصت شي. ستا زړه ته د دې دنیا په فریب کې را ګیر کړی یې”روح په نرم انداز خپله خبره وکړه.

“څنګه فریب هاا..؟ زړه چې څه ویلی حقیقت یې ویلی..! ” ما د زړه مدافعت وکړ.

“ښه نو بیا داسې ولي نکوې”روح ډېر په تمانیت په خبرو شوه.

“کله خپل زړه ته د سهار په ړڼا کې د هغه تقریب منظر ورښکاره کړه چیرته چې د شپې د ژوند ګڼه ګوڼه وه، ښایسته لباسونه وو، مترنمی خندوای وې او فضا لکه باغ و بهار غوندي وه. ته به ګورې سهار به هلته چوکۍ لوېدلي پرتې وی. موسېدلی ګلان به ځای ځاي پراته وي او یوه عجبه ویراني به شاوخوا خوره وي. ته فکر وکړه هغه شور، هغه ړڼاګاني، هغه ښایسته خنداوي او خوشبوی څه شوو..؟ چې کله خپل زړه ته دا منظر ورښکاره کړې یقینا ستا زړه به د خفګان په سمندر کې ډوب شي. هغه به وایي ایا همدا ده انجام..!

هو د دې ژوند او د دې دنیا انجام همدا ده خو افسوس ته او ستا زړه د دنیا په سحر انګیزه فریب کې را ګیر یاستی..! ”

“اې روح..! که دا ټول محض یو فریب ده بیا ته څنګه له دې فریبه پاتی یې..؟ زړه په تجسس وپوښتل.

“دا یو راز ده.. ایا غواړې چې له دې راز څخه خبر شې” روح په پر سکون انداز وویل.

“هو غواړم چې پوه شم”زړه وویل.

“بیا غوږ شه. په دې فانی جسم کې چې ستا کور ده. زه هم هلته پکې اوسیږمه خو دا جسم فانی ده او زه لافانی یمه، زه به تر ابده یمه. کوم څه چې لافاني وي هغه د حقیر فاني شیانو په مینه کې څنګه مبتلا کیدای شي”روح په ارامه زړه ته ځواب ورکړ.

“یانی ته ما کې دننه اوسیږې بیا هم لما څخه جلا یې، زما له هیلو، خواهشاتو او له ګناهونو بیخی جلا یې”

ما په خورا پریشانی ترې وپوښتل.

“هو.. ته تل د خپل چټی ذلیل خواهشاتو او ګناهونو له وجه ما ګنده کوې. زه باوجود چې تاسره یمه بیا هم درڅخه جلا یمه. تا خو هیر کړي چې زه هم تاسره یمه. ایا کله تا فکر کړی چې زه له تا چیشی غواړمه او په کومو خبرو خوشالیږمه. ته تل یوازې د زړه غږ اورې. حالانکه ته په ما کی ژوندی یې. دا جسم خو به خاوری شي زه به عالمه برزخ کې ژوندی یمه. ستا د ګناهونو دلاسه به زه عذاب زغمه. کله خو راڅخه وپوښته چې زه له تا چیشی غواړمه..!

“ته ریښتیا وایې.. ما هیڅکله له تا ندی پوښتلی چې ستا مطالبات او ضروریات څه دي، ما ته همیش له پامه غورځولي یې. زه له تا سخته شرمنده یمه”ما شرمندګی سره وویل.

“ته زما په چورت کې نه یې او د دې له سببه ته خپله مسایلو کې ښکیل شوی یې. چې ماښام شي ته د دیپریشن ښکار شې، د شپې په یواځیتوب کې ستا له سترګو خوب ورک وي. ستا خوبونه پریشان وي او ستا زړه کې یوه ویرانی استوګنه شوي. اخیر ولی..؟ ! ایا تا کله په دې اړه چورت وهلی که نه..؟

ته وګوره د زړه د ناروغیو روغتونونه اباد شوي، ذهنی ناروغیو کې اضافه شوي ده، کورونو کې سکون نشته، خوښۍ ورو ورو له خاورو سره خاوری کیږي. یوازې ځکه چې تا زه هیره کړي یمه. ته خپل جسم ښایسته کوې او ما بربادوې. همدا سبب ده چې ستا بدن ښایسته هم وي بیا هم ته د ریښتونې خوښۍ احساس نکوې. دا ښایسته اننګي دې ولی په اوښکو لوند وي، په محفلونو کې ته تر ټولو زیاته خاندې بیا وروسته له ټولو پټه ولي ژاړې.خلګو چې له کومو ماشومانو څخه امیدونه تړلی هماغه ماشومان ولی د هغو هیلې په خاورو کې ښخی کړي. د کوم دولت، شتمنی او سماجې مرتبې پسې چې تاسو منډی وهئ یو وخت راشي چې تاسو خپله وایاستی چې د دې شتمنی څه ګټه چې سکون نلرم. دا سماجی مرتبه هم محض یو فریب ده. ځکه چې د دې له وجه ته د ژوند له حقیقته ځان ناخبر پریږدې.

“اې ګرانې اروا..! ما ستا ټولې خبرې په ډېر غور سره واوریدې. ته ماته دا ووایه چې ستا حقیقت څه ده، څوک یې او له کومه راغلي یې”زړه په ډېر فکرمنده لهجه وویل.

“زه امر ربی یمه. د رب اراده یمه او څوک چې د رب اراده له پامه غورځوي هغه رب ناراضوي” روح ډېر په ارامه وویل.

“ته راته ووایه چې موږ باید څه وکړو”. ما او زړه یو ځاي پوښتنه وکړه.

“د ﷲ عزوجل له یاده خپل زړه آباد کړه. په یوه زړه کې دوه مینې نشی ځایدای. فیصله ستا ده چې دا زړه دې د ﷲ رب العزت لپاره ده که د دنیا لپاره. ستا د زړه تخلیق کونکي الله رب العزت ده. زړه دې د هغه څښتن ته وسپاره که داسې ونکړې څنکه به سکون و راحت ومومې..؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران