ادبیات ژوند بڼه

ایا د زړه ماتېدل د مړینې لامل کېدی شي؟

ژباړه: ملیحه ناصري

د زړه د ماتوالي له امله د مړینې موضوع په ادبیاتو کې تل یادېږي. شکسپر دې موضوع ته “مرګونې غمیزه” وایي. هغه درد چې د خپلې مینې د بایللو له امله تجربه کېږي، بالکل د جسمي درد غوندې وي، نو ایا په رښتیا هم د زړه ماتېدل د مړینې لامل کېدی شي؟

د سټرس له امله د زړه یوه ناروغي شته چې د “قلبي سنډروم” په نامه یادېږي. چې دا سنډروم انسان وژلای شي. یوه څېړنه پر غمجنو کسانو شوې وایي، سټرس هم د انسان پر روغتیا دردوونکی اغېز ښندي. پوهان وایي چې مرګونې غمیزه یوازې د سټرس له کبله نه وي. په ټوله نړۍ کې بېلابېلې څېړنې ښیي چې د خاوند/ مېرمنې تر مړینې وروسته، د کونډ/ کونډې د مړینې امکان تر پخوا څو چنده ډېرېږي. په ۲۰۱۲ م هاروارډ او د توکیو یامانیشي پوهنتونونو، پر ( ۲.۲) ملیونو کسانو خپلې څېړنې وکړې چې د دغو څېړنو پایلو وښوده، د کونډ/ کونډې د مرګ امکان د ژوند د شریک تر مړینې وروسته ( ۴۱٪)  لوړېږي. دا یوازې په عمر خوړلو کسانو پورې اړه نه لري، تر (پینځه شپیتو کلونو ښکته عمر لرونکو) کسانو پورې هم اړوندېږي، خو دا چاره په نارینه وو کې ډېره وي د مېرمنو په پرتله.

د ویکانسین پوهنتون د ټولنیزو مرستو پروفیسورې تریسي شروفر چې د زړو کسانو او د هغوی د کورنیو لاعلاجه ناروغۍ مطالعه کوي وایي چې ښځو به پخوا  ډېری د کورنۍ مسوولیتونه پر غاړه اخیستل، چې کله به مړې شوې، نارینه به یې له روغتیایي پلوه هم ښه نه و، ځکه له پخلي او نورو چارو سره به یې بلدتیا نه درلوده.

د پنسلوانیا د روغتیایو چارو مربي (ایوان ماتینکو) تر هغو رک رغ و چې یوه ورځ ناڅاپه یې مبایل وشرنګېد او د تنکۍ پېغلې لمسۍ د ټرافیکي حادثې خبر یې ورکړ او کله چې هغه ځای ته ورسېد دی وایي: “هلته چې ورسېدم پر سړک پراته ټپیان او ماشومان مې ولیدل، زړه مې بد رقم ودربېد.”

د شپې اخري برخو کې چې د لمسۍ له روغتیا ډاډمن شو، یوه پیاله څښاک یې وڅښل چې نور نو استراحت وکړي. ناڅاپه یې سر ګنګس او بېهوښه شو. کله چې روغتون ته یې یووړ هلته یې ورته ویلي و چې د زړه ناروغي ورته پیدا شوې. تر دې پخوا یې دا ستونزه نه درلوده. دا ځکه چې لمسۍ یې له ده سره اوسېده.

د زړه د سکتې پر خلاف د زړه سنډرم د شریانونو د بندښت له امله نه، بلکې د سټرس د هورمونو د ناځاپه ترشح له کبله وي. غمیزه پر زړه ناڅاپي اغېز نه کوي، بلکې ورو ورو یې اغېزمنوياو زړه یوازینی غړی دی چې له غمه زر اغېمنېږي. د ویرجنیا پوهنتون ارواه پوه جېمز کوین وایي: “د ژوند شریک مو ستاسو د هویت استعاري برخه نه دی، بلکې پخپله بشپړه یوه برخه یې ده. کله چې د ژوند شریک مو مړ/ مړه کېږي، تاسو په حقیقت کې د خپل وجود یوه برخه بایلئ. دې وخت کې باید ځان سټرس ته چمتو او زغملو ته یې جوګه شئ. دا مهال مو دفاعي سیسټم کمزوری کېږي او کېدی شي شوک ووینئ.

د راتګرز پوهنتون انسانپوه هلن فیشر وایي: “د اروایي غمیزو له کبله پېښ شوي زیانونه اصلا د  مینې د ارزښت او ځواک ښکارندویي کوي. موږ د ټولنیزو ژوندیو په توګه داسې لوی شوي یو چې مین شو او واده وکړو.”

فیشر په ماغزو کې د دریو ځانګړنو یادونه کوي: یوه یې د زړه د تړاو، دویمه د مینه ییز حس او درېیمه د غریزې ښکارندویي کوي. مینه په ماغزو کې د دوپامین د خپراوي سیسټم فعالوي. دوپامین د خوند او لذت مسوولیت لري. او غریزه هم د دوپامین د فعالیت او په وینه کې د اوکسي توسین د خپراوي لامل کېږي. فیشر وایي چې د ژوند د شریک تر مړینې وروسته د ماغزو دا درېواړه برخې خپل فعالیت پرېږدي او نافعاله ګڼل کېږي. او همدا نافعالتوب یې د کونډ/ کونډې پاتې اړیکې هم اغېزمنوي.

سرچینه:  nebesht. Com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ