روغه سټه ژوند بڼه

د زړه ناروغي؛ ډاکټران یې څنګه ترې ځان ساتي؟

لیکنه: صادق طارق

ژباړه: صادق طارق

د زړه ناروغي یوه له سراسري ناروغیو څخه ده، چې د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم زیات خلک ترې رنځیږي.

دلته به دا ولولئ، چې د دغې ناروغۍ ډاکټران څنګه ځانونه له دغې ناروغۍ څخه ساتي.
دا مطلب تر پایه ولولئ او دوستانو سره شریک کړئ.
ډاډه یوو، چې د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې به حتماً لازمه مرسته درسره وکړي.

سالمه تغذیه لري

د زړه ډاکټران د دغې ناروغۍ د متخصصینو په توګه د دې لپاره، چې خپله په دې ناروغۍ اخته نه شي؛ سالمه تغذیه کوي.

په ساده اصطلاح: ښه خوري،څښي، پر وخت داسې کوي او له مضرو او زیان لرونکو خوراکونو ځان ساتي.

پر خپلو شتمنیو فکر کوي

د زړه د ناروغۍ یو لوی دلیل رواني ستونزې دي. رواني ستونزې تر ډېره د محرومیت د احساس زېږنده دي.

د زړه ډاکټران په دې خاطر، چې په رواني ناروغیو اخته نه شي؛ د خپلو محرومیتونو پر ځای پرخپلو شتمنیو فکر کوي او شکر یې باسي.

شتمنۍ یوازې پیسې، بیلډینګونه، لوړې دندې او نور امکانات نه دي.

که تاسې خپل ذهنونه مثبت کړئ، خوشاله کورنۍ، روغ صحت، نېک شهرت او سلګونه نورې شتمنۍ لرئ او باید پرې وویاړئ.

هره شپه وخته ویدیږي

د زړه ډاکټران د آرامه ذهن، فکر او وجود د لرلو لپاره هره شپه وخته ویدیږي.
تاسې هم دا کار وکړئ؛ ګټه به وکړئ او د زړه له ناروغۍ به خلاص اوسئ.

ورزش کوي

د زړه د ناروغۍ ترڅنګ ورزش ګڼو نورو برخو کې انسان ته ګټه کوي.

که تاسې غواړئ، چې د نورو ناروغیو په خوا کې د زړه له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شئ، د زړه د ډاکټرانو په شان ورزش وکړئ.

زینو نه ګټه اخلي

د زړه ډاکټران د زیاتو بوختیاوو له کبله که ورزش یا پلی مزل نه شي کولای، د لیفټ پرځای په زینو تګ ـ راتګ کوي.

تاسې که غواړئ چې د زړه د ناروغۍ خطر درته کم پېښ شي، دوی غوندې پلي وګرخئ او له عاجلې اړتیا غیر پر زینو خپله راشه ـ درشه وکړئ.

هره ورځ خپل وزن ګوري

د وزن زیاتوالی د زړه د ناروغۍ په عواملو کې یو مهم عامل دی.
د دې لپاره، چې له دغه عامل سره په جنجال وانه وړئ، ښه ده چې وزن کم وساتئ.
د وزن د کم ساتلو لپاره د وزن هره ورځ اندازه کول ضرور دي.

له لوږې پرته ډوډۍ نه خوري

ځینې خلک یوازې موقع لټوي، چې پر خوراک برید خښ کړي.
دا ناسم کار دی، تاسې که غواړئ روغ صحت ولرئ او خاصتاً د زړه له ناروغۍ په امن اوسئ، د دې ناروغۍ د ډاکټرانو په تقلید له اړتیا او لوږې غیر خوراک مه کوئ.

خندا ته پلمه لټوي

ځینې خلک به خندا نامناسب ګڼي، خو تاسې هڅه وکړئ چې د زړه د ډاکټرانو په شان د خندا لپاره یوه پلمه پیدا کړئ.

خندا جرم نه ده، عیب نه ده او تاوان هم نه لري.

وخاندئ او په هره پلمه وخاندئ، چې د زړه ناروغي درته پيدا نه شي.

جنسي اړیکې پالي

د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره جنسي اړیکه هم ګټوره ده. تاسې که غواړئ چې د زړه په ناروغۍ اخته نه شئ؛ خپله دا اړیکه په روا ډول زیاته وپالئ، ځکه جنسي اړیکې د ورزش یوه برخه هم حسابیږي.

یوګا کوي

یوګا ورزش د نورو ګټو ترڅنګ د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم ضرور ده.
دا ناروغي ستاسې صحت ښه ساتي، نو کوشش وکړئ چې زده یې کړئ او ترسره یې کړئ.

زیاتې اوبه څښي

د زیاتو اوبو څښل د ګڼو ناروغیو د مخنیوي او له هغې ډلې د زړه په مرض د نه اخته کیدو لپاره ضروري ده.
د زړه ډاکټران دا کار ډېر کوي، تاسې یې هم وکړئ.

د انفلونزا واکسین کوي

انفلونزا ناروغي د زړه ناروغۍ یو دلیل کیدای شي؛ د زړه ډاکټران د همدې لپاره هر کال یو ځل د دغې ناروغۍ واکسین کوي.
تاسې یې هم وکړئ.

د خوښې وړ خلکو سره وي

خلک ترخلکو وي؛ ځینې به مو ښه راځي، ځینې بد.
هغوی، چې ښه درباندې لګیږي او زړه کې مو ځای لري، ورسره زیات وخت تېرول ستاسې روغتیا ته هم ګټه کوي.

دا کار خاصتاً د زړه ناروغۍ مخنیوي لپاره ضرور ده، نو کوشش وکړئ چې د خوښې وړ خلکو سره ډېر واوسئ.

ویټامین ډي زیاته کاروي

ویټامینونه ټول د وجود لپاره په لازم حد کې ضرور دي، خو د ویټامین ډي زیات استعمال د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضرور ده.
د زړه ډاکټران یې هم زیات کاروي.

نیشه نه کوي

نیشه یي توکي که الکول دي، سګریټ یا نور، دا د وجود سلامتۍ ته تاوان کوي.
د زړه په ناروغۍ خو بیخي بد تاثیر لري، ځکه یې د زړه ډاکټران هم نه استعمالوي.

پروټین زیات کاروي

د زړه ډاکټران پروتین لرونکي خواړه لکه: غوښه او کبان زیات خوري.
د دې ترڅنګ د زیتون غوړي، وچه مېوه( مغزلرونکي هغه) او سبزیجات زیات خوري.

د دې ترڅنګ له وریجو او وچې ډوډۍ زیات ځان ساتي.

دوی همدا شان کاکو او د چرګ هګۍ زیات استعمالوي.

د غاښونو خیال ساتي

غاښونه په خوله کې دي او خوله د انسان د وجود دروازه ګڼلی شوو.

که غاښونه پاک او سلامت نه وي، وجود ته سالمه تغذیه سخته ده.

د همدې لپاره د زړه ډاکټران د غاښونو زیات خیال ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق