روغه سټه

د نه ناروغه کېدو ۷ پټ رازونه

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

پرته له شکه تاسو په خپله شاوخوا کې لږ تر لږه داسې یو کس پېژنئ، چې ډېر کم ناروغېږي، حتا که شاوخوا خلک یې په ساري ناروغۍ هم اخته وي. ښایي له ځان سره فکر وکړئ، چې دا کسان د نورو په پرتله ذاتي جنیتیکي او د خوندیتوب ښېګڼې لري، په داسې حال کې، چې داسې نه ده. دا ډله کسان ځینې ټکي مراعاتوي، که تاسو هم هغو ته پام وکړئ، نو د انفلونزا او والګي ناروغیو په وړاندې به په یوه روغ او ځواکمن شخص باندې بدل شئ. په دې لیکنه کې غواړو، چې د دې کسانو د نه ناروغ کېدو په رازونو باندې رڼا واچوو. له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ کافي خوب

هغه کسان، چې په شپه کې ۵ تر ۶ شپږو ساعتونو پورې ویده کېږي، نو د والګي یا ذکام له ویروس سره د مخامخ کېدو پرمهال، په دې ناروغۍ باندې د اخته کېدو احتمال یې دېرش سلنه زیاتېږي، په داسې حال کې، چې دا احتمال د هغو کسانو لپاره، چې په شپه کې ۷ تر ۸ ساعتونو پورې ویده کېږي ۱۷ سلنه را کمېږي.

۲ ـــ د ذهن پیاوړتیا

هغه څه، چې نن روغتیا پالان ( ډاکټران ) پرې باوري دي، دا دي، چې د انسان فکر او باور، د هغه په ناروغ کېدو او نه ناروغ کېدو باندې اغېز ښندي. دا په حقیقت کې هماغه څیز دی، چې له هغه څخه د تلقین په نامه یادونه کوو، تلقین او زموږ د فکر بڼه کولای شي، په ناروغیو باندې زموږ په اخته کېدو باندې اغېز وکړي؛ نو له دې امله غوره ده، چې تل مثبت فکر وکړو او په ځان کې د مثبت فکر کولو ځانګړتیا پیاوړې کړو.

۳ ـــ د اروایي فشار ( سټرس ) کنټرول

دا ثابته شوې، چې اروایي فشار ( سټرس) د بدن د خوندیتوب سیستم په کمزوري کېدو باندې ډېر زیات اغېز کوي. تر ډېره زیاتره ناروغۍ د هغه فشار له امله را څرګندېږي، چې سټرس یې د بدن په ډېری ارګانونو باندې واردوي؛ نو له دې امله موخه مو باید د اروایي فشار د کنټرول لپاره د یوې لارې موندنه وي، ترڅو په خپل ژوند کې یوه سمه تګلاره وڅارئ.

د لېږد رالېږد له عمومي وسیلو څخه ګټه اخیستنه، لکه: مټرو، ملي بس، او ټیکسي ستاسو په ناروغه کېدو کې اغېزمن دي. غوره ده، چې اروایي فشار زېږونکي لاملونه وپېژنئ او د له منځه وړلو لپاره یې پروګرام جوړ کړئ.

د سټرس د کنټرول له ټولیزو لارو څخه کولای شو، تفکر، له دوستانو سره ناسته پاسته، ورزش او عبادت ته اشاره وکړو.

۴ ـــ پاک اوسېدل

حواس مو تل باید دې ټکي ته وي، چې له ککړو وسایلو سره، له تماس وروسته، لکه: د لېفټ ټنۍ، د مټرو او ملي بس دستګیر او داسې نور…، خپل لاسونه په اوبو او صابون سره ووینځئ. د لاس په پوستکي کې د ټپ، سوځېدنې او ګرول شوي ځای شتون کولای شي، په میکروبونو باندې د ککړتیا شونتیا لوړه کړي، ځکه په دې حالتونو کې پوستکي ته د میکروبونو د ننوتو لاره خلاصه ده. په صابون باندې د لاسونو وینځل لږ تر لږه باید ۱۵ ثانیې وخت ونیسي.

۵ ـــ په ورزش باندې ټینګار

ورزش د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي او د ساه ایستنې سیستم په ناروغۍ باندې د اخته کېدو احتمال را کموي. غوره ده، چې په هره اوونۍ کې درې ځله خپل وخت په ورزشي لوبغالو کې تېر کړئ او ورزش وکړئ.

۶ ـــ له لرې لارې څخه اړیکه

د لېږد رالېږد له عمومي وسیلو څخه ډېره ګټه اخیستنه، لکه: مټرو، ملي بس او ټیکسي، ستاسو د ناروغ کېدو په ډېرښت باندې اغېزه کوي. دا وسیلې تل له میکروب څخه ډکې دي. غوره ده هغه کارونه، چې کولای شئ په نا حضوري بڼه یې ترسره کړئ، نو په دې وسیلو سره یې ترسره کړئ، لکه: ټیلیفون، کمپیوټر او انټرنېټ.

۷ ـــ کوډګر ویټامین سي

علمي شواهدو څرګنده کړې، چې ویټامین سي کولای شي، د بدن د خوندیتوب سیستم د کړنې او فعالیت په ښه والي باندې اغېز وکړي. ډېری کسان، چې نه ناروغ کېږي، کله وخت په ورځ کې څلور ځله له هغو موادو څخه ګټه اخلي، کوم چې د ویټامین سي لرونکي دي. تاسو هم کله وخت مو، چې داسې احساس وکړ، چې د ناروغ کېدو په حال کې یاست، نو له هغو خوړنیزو توکو څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ، کوم چې کوډګر ویتامین ( سي ) ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل