د موبایلونو او د اړوندو توکو تولیدوونکو شرکتونو خبر ورکړی، چې افغانستان کې اوس د بې لاینه ګوشکیو یا بې مزو غوږیو بازار په ګرمېدو دی.
دا ګوشکي د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر میاشت کې افغانستان ته هم راغلل او اوس یې خال، خال خلک په غوږونوکې لري.
د کرېک بز وېب پاڼې یو مطلب خپور کړی، په دې مطلب کې راغلي، چې د ایکو بیټ په نامه غوږۍ اوس د کابل ولایت په ټولو بازارونوکې موندل کېږي او خلک یې کولای شي، چې په ۶۹ ډالرو وپېري یا راونیسي.
د ګوشکیو یا غوږیو ځانګړتیاوې
دا غوږۍ له موبایل سره نښلول یا وصل کېږي او لاینونه یا مزي نه لري، د بلوټوت په څېر غوږونو کې اېښودل کېږي او بیا که موبایل لرې هم وي؛ نو اواز پکې ځي راځي.
دا ګوشکي د نورو غوږیو یا هیډفونونو خلاف چارج خوري او د چارج په وسیله کار کوي.
د چارجولو لپاره یې ځانګړې اله یا بېټري ته ورته جوړښت دی، چې هغې کې ګوشکي اېښودل کېږي او بیا چارج اخلي.
بېټرۍ ته ورته ساختمان کې بیا د چارجولو ځای دی، چې چارجر پکې اېښودل کېږي او سم دم لکه د موبایل په څېر چارجېږي.
دا ګوشکي د ټي ډبلیو ایس په نامه یوې کمپنۍ جوړ کړي او د اېپل شرکت د هیډ فونونو پرضد یې بازار ته وړاندې کړي دي.
تولیدوونکې کمپني وایي، دې ګوشکیو کې اواز درست او صفا راوځي او اضافي شور نه پرېږدي، چې غوږونو ته تاوان ورسوي.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ