په دې طریقو سره مو د اوړي سردردي له منځه یوسئ

ژباړه: آلما افغان
د اوړي توده هوا د سر خوږي اصلي لامل دی، موږ دلته ځینې دا طریقي درښیو چې تاسو په آسانۍ کولائ شئ سر خوږی مو د لمنځه یوسئ.
په اوړي کې د سر دردۍ څخه د مخنیوي ټکي:
اوړی د بهرنیو فعالیتونو د ترسره کولو ډیر بهترین وخت دی خو؛ د لمر لاندې د ډیر وخت تیرول د ډیرو جسمې ستونزو د رامنځته کیدو سبب ګرځي چې یو له هغو چې ډیره رواج ده د سرخوږي ناروغۍ ده.
یوه ډیره عامه ستونزه چې په اوړي کې خلک ورسره مخ کیږي د کوم لامل پرته د سر درد دی چې دا په اوړي کې د زیاتې تودوخې له وجې له کوره د بهر وتلو یا فعالیتونو د ترسره کولو له امله منځته راځي.ددې موسمې ستونزې لپاره کوم دارو نشته بلکې؛ ځینې ګټورې طبیعې دواګانې شته چې د سر خوږي څخه مخنیوی کوي.
د بدن د اوبو د لاسه ورکول د سرخوږی یو لامل هم دی.
د سر خوږ په مخنیوي کې څنګه له طبیعې نسخې څخه استعفاده وکړو؟
اوبه، اوبه، اوبه:
هیڅ یو شی له اوبو پرته په اوړي کې د سر خوږي مخه نشي نیولی، د اوبو کمښت پر بدن د وینې په فشار مستقیمه اغیزه لري همدا بدلون د سر درد لامل ګرځي.
د سر خوږې د مخنیوې لپاره له نورو نوشابو ډډه وکړئ:
اوبه وڅښئ او د چای د زیات مصرف، الکول او هغه نوشابې چې تاسو د اوبو د کمښت سره مخ کوي ډډه وکړئ دا په سبب د ادرار راوړونکو محصولاتو دي چې له بدن څخه مو زیاتې اوبه دفع کوي.
د سر خوږې د مخنیوي لپاره سیوري ته پناه وړل:
په بهر کې لمر ته په مستقیمه او اوږدمهاله توګه د پاتې کیدو څخه دډه وکړئ، دا یو مهم لامل دی. کله چې تاسو د اوړي په اوږدو کې له سرخوږۍ او ستړیا ځوریږئ تر امکان تر حده وړ جامې او خولۍ په سر کړئ.
د سر در د مخنیوي لپاره د یو مناسب غذايي رژیم لرل:
په خپل غذايې رژیم کې مو کوچني تغییرات رامنځته کړئ او د هغو میوو او سبزیجاتو استعفاده وکړئ چې د ډیرو اوبو لرونکې وي.
هندواڼه خوړل بهترینه انتخاب دی ددې لپاره چې بدن مو د اوبو د کمښت سره مخ نشي نو؛ هڅه وکړئ هره ورځ تر کومه اندازه چې مو وس رسیږي هندواڼه وخورئ او په دې توګه مو د سردرد د لمنځه یوسئ.
د اطاق حرارت:
داسې کولر انتخاب کړئ چې پوهیږئ مناسبه هوا لري ځکه ډیر وخت تاسو په کور کې هم پاتې کیږئ او د اطاق د حرارت د درجې په لوړوالې سره مو بیا هم د سر خوږي سره مخ کیږئ.
نو؛ ښه ده چې د یوې مناسبې هوا لرونکی اطاق د ځان لپاره ولرئ.
د سر خوږي د مخنیوي لپاره د ډیرو څښونکو موادو ګټې:
د میوې اوبه د بدن د یخ ساتلو بهترینه انتخاب دی ځکه؛ میوه د ویټامینونو درلودونکې ده او د سرخوږي په مخنیوي کې مرسته کوي.
نو؛ ښه ده هم میوه همداسې وخورئ او ترې ډول، ډول جوسونه جوړ او ويې څۍئ.
د سر خوږي په مخنیوي کې سهار کې سپورټ کول:
سهار وختي د سپورټ کولو لپاره وټاکئ ځکه؛ د ټولې ورځې یخ وخت دی، سپورت کول په تودې هوا کې انسان لا ستړی او د اوبو د کمښت سره مخ کوي.
نو؛ ښه ده سهار سپورت وکړئ هم به مو د سرخوږي مخه ونیول شي او هم به مو د بدن د اوبو د کمښت مخه نیول شوي وي.
د مسافرۍ د پام وړ ټکي:
یوه اندازه اوبه او ډوډۍ ذ تګ پرمهال له ځانه سره واخلئ او همدا رنګه له مناسبو لباسونو استعفاده وکړئ څو؛ د تندې، د اوبو د کمښت او سرخوږي سره مخ نشئ.
دوه ګوني بدلونونه:
که نه غواړئ له دواوو خواوو نظر وکړئ نو؛ ځمکنی تمرین مو بدل کړئ کوم ځای چې لمریز وي او ستاسو د ستړیا سبب ګرځي تبدیل يط کړئ او له هغه ځایه استعفاده وکړئ چې لمریز نه وي او تاسو پکې د راحت احساس کوئ.
د سر خوږ د مخنیوي لپاره د کُپرې اوبه وڅښئ:
په اوړي کې د اوبو د کمښت اندیښنه مه کوئ د کپرې اوبه مو په بدن کې د اوبو کمښت د لمنځه وړي نو؛ هڅه وکړئ د کپرې اوبه وڅښئ او د سر دردئ څخه مو مخنیوی وکړئ.