حضرت الله ځاځي په تخنیکي لوبه کار پیل کړی

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: سمیع الله درانی

حضرت الله ځاځی چې د افغان کرکټ لوبډلې پیلیز توپوهونکی دی، تر ډېره پرې د کرکټ مبصرینو نیوکې دا دي، چې دی تخنیکي توپوهنه نشي کولای، بلکې توپ ته یوازې په توکل سره ډب ورکوي او نور چې هره خوا ولاړ.
مبصرین وایي هغه فوټ ورک یا د قدمونو استعمال د وجود حرکت سره لوبه مخته نه وړي او یوازې توپ له ځای څخه لوبوي.
د مبصرینو دا انتقادونه د کاڼي کرښې دي، ځکه د ځاځي دا خصوصیات هغه ته په تاوان دي.
هوښیار او ځیرک توپوهونکی هغه دی، چې هر ډول خطرناک توپ ته ځان برابر کړي او توپ د ځان په حرکاتو سره سم ولوبوي، خو د حضرت الله ځاځي دا تخنیک کمزوری و.
اوسنی تمریناتي کمپ او د ځاځي آف سټم شاټونه
حضرت الله ځاځي اوسني تمرینات ټول د تخنیک لپاره ځانګړي کړي.
نوموړي ته په تمریناتو کې پرله‌پسې توپونه وشول، خو هغه ټول په اف سټم ولوبول او ډېر ښه یې مېډل هم کړل.
د ځاځي توپوهنه کې کمی همدا دی، چې هغه ډېر په لېګ سټم لوبېږي او اف سټم توپ پسې قدم نه مخکې کوي او له ځای څخه یې لوبوي، زیاتره وخت پرې کېچ کېږي او بونډري ته یې نشي رسولای.
خو اوس ځاځي اف سټم شاټونه پیل کړي او هم یې فوټ ورک باندې کار پیل کړی، چې دا چاره به یې ځواک یا پاور سره لا مرسته وکړي، چې چټکه او باثباته توپوهنه وکړي.
بس ځاځي سره د پاور یا ځواک کمبود نشته، يوازې تخنیک، فوټ ورک او اف سټم شاټ ورسره نشته او که دې تمریاتو کې خپله دا تشه هم ډکه کړي، نو نور د نړۍ غوره اوپنر دی.
images (3).jpegimages (4).jpeg

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.