د دوبۍ شهزداګۍ او د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر شپږمه میرمن، حیا بنت الحسین د ۳۱ میلونه پونډه سره یوځای په نامعلوم لورې تښتیدلې.
حیا د متحده عرب امارتو د لومړي وزیر، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر هم دی، شیخ محمد بن رشید المکتوم شپږمه میرمن ده او دوه بچیان لري. نوموړې له ځان سره خپله یوولس کلنه لور او ۷ کلن زوی هم تښتولي.
د راپورونو په اساس نوموړې له خپل خاوند (لومړي وزیر) سره ښې اړیکې نه درلودې او د طلاق غوښته يې کوله. ناتائید شوي راپورونه وايي، چې هغه په لندن کې پټه شوې.
حیا بنت الحسین د جورډان هیودا د شاه عبدالله ناسکه خور هم ده. نوموړې لومړی جرمني ته تللې او هلته يې د سیاسي پناه غوښتنه کړې.
حیا بنت الحسین د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کړي او په خواله رسنیو کې خورا ډیر فعاله وه. کابو میاشت وشوه، چې نوموړې خپل ټول رسنیز اکونټونه هم غیری فعال کړي.
دوبۍ کې ځينې خبري سرچیني دا هم وايي، چې د جرمني ډیپلوماتانو له حیا سره مرسته کړې، چې له دوبۍ وتښتي. بل پلو داسې خبرونه هم ورکول کیږي، چې جرمني هیواد د حیا د خاوند او د دوبۍ د صدراعظم هغه غوښتنه رد کړې، چې حیا دې بیرته ورستنه کړي.
د دوبۍ شاهي کورنۍ ته نږدي دوه موثقو سرچینو تائید کړې، چې حیا تښتیدلې او د طلاق غوښتنه کوي.
له دې وړاندې د دوبۍ د لومړي وزیر لور لطیفه هم له کوره تښتیدلې وه خو د هند په بحر کې بیرته ونیول شوه او دوبۍ ته ستنه شوه.
لطیفې يې ویلي وه، چې د پلار کور يې ورسره زور زیاتی کوي. د بشرحقونو ځینو سازمانونو ویلي، چې لطیفه اوس په دوبۍ کې بندي ده.