ادبیات ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

د هوس او مینې ښکاره توپیر

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

یو میین هره شپه له سینده تېرېده او د معشوقې دیدار ته به یې ځان رساوه.
د دوی له لېونۍ مینې څو میاشتې وروسته یوه شپه چې عاشق او معشوق د څراغ رڼا ته سره ناست وو، عاشق وویل: په کیڼه سترګه کې دې یو داغ وینم!
معشوقې ورته وویل: کور ته چې ځې له سینده په لامبو مه تېرېږه، بېړۍ ته ځان ورسوه چې په خیر واوړې!
میین ورته وویل: زما خبره دې لکه چې وانه ورېده، په کیڼه سترګه کې دې یو داغ راښکاري، چې ولې؟
معشوقې یې ورته وویل: دغه داغ همیشه په سترګو کې و، خو مینه دې ډېره وه، داغ دې نه لیده، اوس چې دې داغ ته پام شول، په مینه کې دې کمی راغلی، وېرېږم اوبه دې ډوب نه کړي. ته د مینې په زور راپورې وتلې، مګر اوس چې دې زما په لېمو کې داغ سهي کړ، هسې نه اوبه دې یوسي!
میین ورته وویل: تر ځان راباندې ګرانې! وېره مه لره، لمرونه به ومري، خو ستا د مینې اور به مې په زړه کې ونه مري!
او کله چې میین د ستنېدو په نیت راپاڅېد، معشوقې یې د خدای پاماني پر وخت بیا ورته وویل: ګوره، ګوره، سیند ته ځان مه اچوه!
میین د معشوقې د تشویش د کمولو په خاطر وویل: په سترګو، بېړۍ ته به ځان وروسوم!
په هغه شپه چې عاشق څنګه سیند ته ورکوز شو چې په لامبو پوري وځي، اوبو یووړ.
دغه حکایت ته خوشحال خټک په یوه څلوریزه کې په یو بله بڼه اشاره کړې ده:
د لیلا سترګه یوه ګلداره وه
مجنون ته پاکه له عیب‌و عاره وه
چې پرې میین وي عیب یې نه ویني
مینه له ځایه مګر مکاره وه
نامتو فیلسوف شوپنهاور مینه یوه دوکه ګڼي چې د وګړي ګټه پکې نشته، بلکې د انسان د نسل د دوام لپاره ترسره کېږي او وګړی وروسته له هغه چې د فطرت مقصد پوره شي، په دې پوه شي چې تېر ایستل شوی دی.

شوپنهاور چې مینه د فرد نه، بلکې د نوعې په ګټه ګڼله، ټول عمر واده ونه کړ. هغه څه ته چې شوپنهاور مینه وایي، لوی شاعر اشرف مفتون یې په دې بیت کې هوس بولي:
خلق هوس ته محبت وایي
ښکلي فریب ته صداقت وایي
مفتون په یو بل بیت کې د هوس او مینې بنیادي فرق راښودلی دی:
هوس خو زوړ شي چې ځواني شي زړه
مینه ځوانېږي چې زړېږي کله

هوس د څو ورځو لپاره وي، خو مینه د وخت په تېرېدو سره کمېږي نه، بلکې زیاتېږي. د مینې څښتن په ځوانۍ او زړبودن کې، په ویښه او په خوب کې، په هر حالت کې خپل اصلي مقصد ته وفادار وي او تلپاتې وفاداري یې یوه فوق العاده وړتیا ورپه نصیب کړي چې د مینې کرامت یې بولو.

ډېر کسان ګیله کوي چې له پلاني کار سره یې مینه وه، خو پرمختګ یې پکې ونه کړ، حال دا چې دوی مینه نه، بلکې هوس کړی وي. مینه نه مري او خپل څښتن خامخا یوه منزل ته رسوي.

د شکسپیر یو بیت زموږ د شلمې پېړۍ یوه بل لوی شاعر عبدالرحیم مجذوب څه ښه ترجمه کړی دی:
نه پوهېږم چې دا مینه به په څه مري
عزراییل به ومري مینه به ونه مري
په ټوله کې مینه جلا او هوس جلا دی. له بده مرغه افغانستان کې د مینې او هوس توپیر ډېر څوک نه شي کولای او د مینې نوم ور بدوي. مینه یوه سپېڅلې کلمه ده؛ ژوند له مینې جوړ دی؛ مینه ټولو ته ژوند ورکوي؛ مینه هنر دی؛ مینه د نېکمرغي دویم نوم دی او مینه د ژوند راز دی.
ډېری ځوانان په سمه او رښتني توګه مینه کوي، خو د ډېرو لپاره د ژوند د بدبختۍ د پیل ورځ ځکه وي چې د مینې په نامه یې د فریب او هوس کیسې روانې کړي او هڅه کوي هر څوک په خپل دام کې واچوي چې دا ډول مینې په راتلونکې کې د تاوتریخوالي په لویو پېښو او عقدو بدلېدلی شي، نو ځکه بیا هېڅوک مینې ته زړه نه ښه کوي.

د مینې او هوس ترمنځ ځمکه او اسمان په شان توپیر دی. مینه ګرانبیه ده، خو هوس یو ټیټ او سپک فعالیت دی. مینه هېڅکله نه خلاصېږي، خو هوس هېڅکله ډېر وخت دوام نه کوي. مینه د هر چا سره او هر وخت نه شي کېدای، خو هوس هر چا په وسیله پوره کوي، یوازې د خپلې موخې د ترسره کولو لپاره.
نو پکار ده چې تل رښتنې مینه وکړو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ