سیاست نړۍ

د ایران ولسمشر له نویو بندیزونو وروسته امریکا په وحشت تورنه کړه

خبریال: فضل الله فضلي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چي د امریکا د بندیزونو له امله د ایران خلګو ته تر ۱۵۰ بیلیونو ډالرو پوري تاوان رسېدلئ دئ.

نوموړي ددې ادعا ترڅنګ زیاته کړې چي امریکا یو وحشي هیواد دئ او د غیر قانوني او غیر انساني بندیزونو او تروریستي کړنو له امله یې ایرانیانو ته ستر زیانونه رسولي دي.

حسن روحاني:

ایرانیان باید خپله غوسه پر سپیني ماڼۍ ختمه کړي.

روحاني تېره ورځ (شنبه) دا خبري په یو ټلوېزیوني وینا کړي دي.

روحاني وویل:

امریکا د درملو او خوراکي توکو د پېرلو مخنیوی د ناقانونه، غیر قانوني او غیر انساني بندیزونه له لاري کوي.

تېره پنج شنبه امریکا یو ځل بیا یو شمېر ایراني چارواکي او سازمانونه تور لیست ته اچولي او د بشري حقونو د سرغړوني تورونه یې پر لګولي دي.

The US-Iran conflict: A timeline of how we got here - CNN.com

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي ځکه ترینګلي او وراني دي، چي امریکا له ایرانه غواړي، اټومي وسلې جوړول بند کړي، خو ایران بیا وايي چي اټومي وسلې د خپلي خاوري د ساتني په موخه جوړوي.

له همدې امله تهران او واشنګټن له ۴۰ کلنو راهسي ډیپلوماټيکي اړیکي نه ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ