ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

بې باکه لیکوال سعادت حسن منټو؛ د هغه ژوند او بربنډه لیکوالي

لیکنه: مهر تاج

“سعادت حسن منټو ” د اردو ادب لوی لیکوال، افسانه او ډرامه لیکونکی و. سعادت حسن منټو ” د غلام حسن منټو زوی په قوم او ذات کشمیری و.

حسن منټو ۱۹۱۲م د مۍ د سبراله، په لدهیانه سیمه کې زېږېدلی دی.

دوستانو به یې د “ټامي” په نامه بللو. منټو په خپله کورنۍ کې یو بې زړه او خاموش ماشوم و، ځکه د میرنیو خویندو وروڼو سربیره د پلار د توندې رویې له امله هېڅکله خپل درون/باطن اظهارولای نشو.

IMG-20200811-WA0006.jpg

منټو د خپل پلار غلام حسن منټو سره ابتدایي زدهکړې په کور کې کړي او په ۱۹۲۱م کې په څلورم ټولګې کې شامل شو. ده د زدهکړو سره علاقه نه درلوده، د لسم ټولګي په آزموینه کې له درې ځله ناکامېدو وروسته د “هندو سبها کالج ” په FA کې داخله واخیسته، خو په نیمه کې یې پریښود او دویم کال یې په MO کالج کې داخله وکړه، نوموړي” انسان شناسي ” (ارواپوهنه) انتخاب کړه.

د پاکستان د رامنځته کېدلو وروسته پاکستان ته کډه او مېشت شو.

سعادت حسن منټو یوازینی ستر افسانه لیکونکی دی، چې تر ننه یې لیکنې په ډېر شوق او ذوق لوستل کېږي. نوموړی ځانګړی نثر لیکونکی و، چې افسانو، مضامینو او خاکو یې په اردو ادب کې بېساری حیثیت درلوده، منټو هغه معمار افسانه لیکونکی و، چا چې اردو افسانو ته نوې بڼه ورکړه او لار یې وښودله. منټو دا ډېره لویه خبره کړي چې
«افسانه ما لیکي، زه افسانې نه لیکم.»

د منټو ژوند په خپل ذات کې؛ د نادارۍ، انساني هڅې او هاند، ناروغۍ او د ناقدرۍ یو المیه کیسه ده، چې اردو افسانو لیکلي.

منټو په لیدلې نړۍ کې داسې یوه نړۍ پیدا او ژوند کولو لپاره غوره کړې وه، چې خلک ورته په هېڅ ارزښت نه دي قایل، دغه نړۍ د ګمراه خلکو (فاسدو، شراب خورو، قیماربازو) وه، چې په مروجه اخلاقي نظام یې د خپلې جوړې شوې نړۍ اصولو په بنا روانه وه؛ پدې نړۍ کې ښه خلک هم وو او بد هم، چې دغه خلګ د “منټو ” موضوع وه. په اردو افسانو کې داسې موضوعګانې یو لوی بدلون و، چې لومړنی بنسټګر یې منټو و.

د دې نړۍ او ټولنې په هکله لیکي:

یو د (فاحشې) کوټه او بل د” پیر مزار”؛ دغه دوه ځایه دي، چې زما زړه ته سکون ورکوي… د دغه دواړو ځایونو له فرشه نیولې تر چته پورې هر څه دوکه او دوکه ده. کوم انسان چې خپل ځان ته پخپله دوکه ورکول غواړي، له دې نه به بل ښه او لوی مقام نور څه وي!؟

په فحشه خانو کې مور او پلار په اولادونو کاروبار کوي او په هدیرو او زیارتونو کې انسان په خدای باندې…

له “افسانہ “بابو گوپی ناتھ” څخه

د ده افسانې یوازې په حقیقت بنا نه دي، بلکې په خېټه کې یې د درېیمې نړۍ پس منظر تضادي داستان هم پروت دی.

ـ سعادت حسن منټو ‘ د یو حساس شخصیت خاوند و، د نوموړي که به په کومه وجه څوک خوښ نه شو، نو خاطر ته به یې هم نه راته.

د ده انا که به ژوبل شوه، نو د مخاطب عاجل به هم راغلی و… واقعیتونه به یې ورته داسې درانه تمام کړل.

دلته یې د یو دوه واقعاتو یادونه مناسبه بولم:

یوه ورځ ترې چا وپوښتل: شاه صاحب! آیا د طوایفو/ فاحشو لمونځ کېږي؟

ده ځواب ورکړ؛ کله چې دوی سره په ګناه کې د شریکو سړیو لمونځونه کېږي، نو د دوی به ولې نه کېږي!؟

منټو، د ښځو په نفسیاتو، فطري احساساتو، همت او جرئت باندې ډېر لیکل کړي دي، یوه ډېره نایابه جمله چې یې د ښځو په هکله لیکلي:
« ښځه هېڅکله بد صورته/ بدرنګه نده»، ده.

IMG-20200811-WA0007.jpg

منټو له خپلې کورنۍ سره د ښځو په هکله ډېر عجیب او غریب لیکل کړي، لکه یو ځای وایي:

«ښځې یوازې د غریب او بدرنګه سړیو په تیري/تجاوز شور جوړوې.»

بل ځای بیا هغه نارینو ته چې ښځه پرې باور کوي او دی فکر کوي، چې زما سره داسې ده، نو د نورو نارینو سره به هم همداسې وي، وایي:

« کومه ښځه چې تاته د خپل “بلاؤز”(سینه بند) سم سایز /اندازې په هکله ووایي، هغه ښځه هېڅکله دوکه بازه نشي کیدلی.»

ـ د فاحشو په هکله وایي: «فاحشې بدې ښځې نه وي، بلکې بده ښځه خو هغه ده، چې د ښې ښځې تمثیل کوي.»

سعادت حسن منټو همداسې یو شخصیت و.

اول خو تاسې پدې پوه شئ، چې “منټو ” یو افسانه لیکونکی و او د نورو لیکوالانو په څېر منټو هم په ځینې موضوعاتو باندې لیکل، خوښول او پیل کړل. هر لیکوال خپل یو ځانګړی طرز ، سبک او انداز لري، چې د نورو لیکوالانو سره یې پرې توپیر کېږي.

همدا راز هر لیکوال د خپلې ټولنې او چاپیریال ترجمان وي، موږ د هېڅ لیکوال نه ځانګړې غوښتنه نشو کولای، کوم افریقایي ته د اسیا په حالاتو د تبصرې کولو نشو ویلای. دغه شان منټو هم په خپله ټولنه او چاپیریال اوسېدونکو لیکل غوښتل، ده د ټولنې د یوې داسې طبقې په خلکو قلم پورته کړی و، چې موږ ورته د ګنهګارانو دنیا وایو “د منټو نه مخکې په اردو ادب او حتا ښایي پښتو ادب کې هېچا د دې نړۍ په اوسېدونکو لیکل نه وي کړي، ځکه، موږ چې د کومې نړۍ اوسیدونکي یو، هلته د ګهنګارانو په حالاتو لیکل خو لا پرېږده حتا د ګنهګار لفظ کارول هم جرم ګڼل کېږي، ځکه دا لفظ یوه ښکنځل ده. ښایي هېچا د دې جرئت نه وي کړی، چې په فاحشو، تن پلورونکو، دلالانو باندې څه ولیکي، د کوم انسانیت په جامه کې پټ شوی لېوه بربنډ کړي، پداسې حال کې “سعادت حسن منټو ” راپورته شو او د ټولنې په فاحشه خانو، د کثافاتو نه په یوه ډک ډېران کې واړول او هلته یې د ژوند کولو پرېکړه وکړه، تر څو د حیوانیته انسانیت او انسانیته حیوانیت جلا او خلکو ته ور وښیي.

تاسې د منټو نظریاتو سره ضرور اختلاف درلودلی شي، خو د ده لیکل شوي حقایق دروغ ثابیتولای نه شئ!

نن هم ښځه د کوم تاویزګر او ملا لنډي یا هم بې وجدانه ډاکټر د هوس ښکار ده، نن هم د بازار فاحشه په محرم کې د تورو جامو لپاره اندېښمنه ده، نن هم په کمکیو ماشومانو (نجونو، هلکانو) جنسي تیري کېږي، نن هم له قبرونو نه سړې غوښې راباسل کېږي او هوس پرې سړېږي، نن هم په ځینو ادارو کې ښځې ته د شخصي طوایف (وینځې) لائسنس ورکول کېږي، نن هم ټولنه له دغسې ګندګیو/ کثافاتو څخه ډکه ده.

کوم خلک چې”منټو ” ته فاحش، شرابي او هوس پرست وایي، زه له دغه ټولو څخه پوښتنه لرم؛ ایا په ګندګیو کې اوسیدونکي انسان ته یو نارمل انسان ویلای شو، ایا یو نارمل انسان ادب تخلیقولای شي؟

په “غالب” او “منټو ” کې څه توپیر دی؟ دواړه شرابیان وو. او که په منټو باندې ځکه نیوکې کېږي، چې منټو، د ډیرو ننګ او غیرت نړۍ ته ښودلی دی؟

که چیرته شراب د کوم ادیب د ښه والي او بدوالي معیار وي، نو د غالب او… دیوانونو، شعرونو، کتابونو ته دې هم اور ورته او وسوځول شي، “میر ” دې له نصابه وويستل شي، د دوی پر ځای دې د کوم پرهیزګار، مولوي صاحب تصنیفات شامل کړي، یا دې هم خپلې سترګې پټې کړي، تر څو هېنداره کې خپله څېره وویني.

ـ منټو د شاعرانو په هکله هم لیکل کړي، دلته یې یو لنډ مطلب رااخلم :

ځینې شاعرانو، په ادبي مزدورانو او عامه خلکو کې بیداري پیدا کول غوښتل، کمبختانو انقلاب راوستوـ

تاسي یې اورئ؟ !!!

تخت یې چپه کول غوښتل، د حکومت، ټولنیز نظام، د شتمنو او نعوذ بالله مذهب.

د پروردګار په لکلونو وارې شکر، چې اوس پر موږ د ملایانو حکومت دی او هره جمعه یې حلوا ته دعوت/مېلمانه کوو.

(مضمون “اللہ کا بڑا فضل ہے/’’ داللہ لوی رحم دی‘‘ څخه).

د انسانیت او مذهب په هکله لیکي:

داسې مه وایست، چې یو لک هندوان او یو لک مسلمانان مړه شوي دي، داسې ووایئ، چې دوه لکه انسانان مړه شوي دي او دا دومره لویه تراژیدي نده، چې دوه لکه انسانان مړه شوي، اصلي تراژیدي خو دا ده، چې وژل شوي او وژونکي دواړه د هېچا په ګټه نه شول.

د یو لک هندوانو په وژلو به مسلمانانو فکر کړی وي، چې د هندویي مذهب یې وژلی دی، خو هغه ژوندی دی او ژوندی به وي ـ همدا راز د یو لک مسلمانانو په وژلو به هندوانو د خوښۍ غېږې سره ورکړي وي، چې اسلام یې ختم کړ، خو حقیقت ستاسو پر وړاندې دی… هغه خلګ ناپوهان دي، چې داسې فکر کوي، چې په انسان وژنو به مذاهب له منځه یوسي. (له افسانه “سهائی ” تش بوتلونه تشي قطۍ ” نه).

IMG-20200811-WA0008.jpg

او بلا اخره “سعادت حسن منټو” په ۱۹۵۵م کې د جنوری په ۱۸مه نېټه د ډېر شراب څښلو له وجې ومړ…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ