د سپین غره ډډې هغه ولسوالۍ، چې یو بل سره پېوست پرتې دي، د نسبي سولې په راتګ سره یې هیلې بیا په غوړېدو دي.
د دغو ولسوالیو له منځه د هسکې مېنې ولسوالي، چې څنډو کې یې د سپین غره څوکې هسکې دي، د کابو یوې میاشتې راهیسې د کرکټ لس اوریزو لوبو کوربنه وه.
دلته هغه ځوانان چې له جنګه ویریدلي او تیت و پرک شوي وو، یو ځل بیا د سولې او خوښۍ فضا کې د کرکټ په لوبو راټول شوي، د افغان ملي سرود په غږولو او د ملي بېرغ په رپېدلو سره د لوبو پیل کوي او د افغان امنیتي ځواکونو په شتون کې د کرکټ لوبې په وسیله له ځانه د جنګ ګردونه څنډي.
د انجینر ذبیح الله شینواري په مالي ملاتړ او د شینوارو خیریه ټولنې په نوښت او ابتکار له کابو ۶ کلونو خونړۍ جګړې وروسته لومړي ځل لپاره د سیمې سلګونه ځوانانو او شلو لوبډلو ته د کرکټ سیالۍ د سپین غره په لمن کې تنظیم شوې او بالاخره پرون یې د پای لوبه وشوه.
د شینوارو خېریه ټولنې غړو په وېنا له دې لوبو یې موخه د نوي سوله یز ژوند پیل دی او د جګړو څپوته د تل لپاره د پای ټکی اېښودل دي.
د ټولنې غړي شین ګل انتظار وویل، چې لوبې یې په خورا ښه ډول مدیریت کړې او د ډېری لوبډلو لپاره یې مالي ملاتړ او د لوبو وسایل هم برابر کړي وو.
انتظار یاران ته زیاته کړه:
«دا لوبې د هسکې مېنې ولسوالۍ ۲۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې موخه یې ترې د سولې او نوي ژوند پیل دی.»
د دې لوبې نندارې ته سلګونه مینوال له لرې پرتو سیمو راغلي وو او د لوبغاړو وېکټې اخېستل او شپږیزې جوړول یې په چچکو بدرګه کولې.
د لوبې یو مینوال طاهر شینواری چې کابو پنځه کاله وروسته خپلې سیمې ته تللی و، داسې لوبې د ځوانانو لپاره له لاسته راوړنو ډکې بولي او د ولس د خوښۍ او ډاډ یوه ذریعه یې وبلله.
د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی شفیق الله شفق، چې له افریقا څخه تازه راستون شوی و، ځان یې تر هسکې مېنې ورساوه او لوبغاړو ته یې په خپلو لاسونو تحفې ووېشلې.
شفق وویل:
«پنځه کاله وروسته خپل ټاټوبي هسکې مېنې ولسوالۍ ته راغلم او دلته مې د امن په فضا کې د ځوانانو جوش او ولولې ولیدې.»
د لوبې لیدو ته د هسکې مینې ولسوالۍ ولسوال رضوان الله بشرمل هم راغلی و، ولسونو ته یې د امن ډاډ ورکړ او د لوبو په برخه کې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د شلو لوبډلو په منځ کې دوه لوبډلې تر پایلوبې راغلې وې، د شینوارو خېریه ټولنې لوبډله او د جنرال جانداد شینواري لوبډلې هغه دوه ټیمونه وو، چې پایلوبه کې سره مخ شوې.
د ټارګېټ اېښودلو پیل د شینوارو خېریه ټولنې لوبډلې وکړ، دې لوبډلې په لسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د جانداد شینواري لوبډلې ته ۱۳۸ منډې هدف ورکړ.
سید کامران په ۲۰ توپونو د درې شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې وکړې.
د جانداد شینواري لوبډلې په ټولو اورونو کې ۸۳ منډې وکړې او لوبه ترې د شینوارو خېریه لوبډلې په ۵۴ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی سېد کامران وپېژندل شو، هغه ته د ملي لوبډلې لوبغاړي شفیق الله شفق له خوا خپل هغه کميس یا شرټ ورکړل شو، چې نوموړی یې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره پر تن کوي.
د لوبې په پای کې ګټونکې او بایلونکې لوبډلو ته د ډالیو ورکولو ترڅنګ په لوبو کې لوبېدونکو غوره لوبغاړو ته هم جایزې او تحفې ورکړل شوې.