سپورټ نړیوال کرکټ

حسن علي له هندۍ پېغلې سره واده کوي

لیکنه: بهار سمسور

د جیو نیوز خبري شبکې د خبر له مخې د پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علی پلان لري, چې له یوې هندۍ پېغلې شامیا ارزو سره د خپل پاتې ژوند تار وغځوي.

پېغله شامیا د یو خصوصي هوایي شرکت سره کار کوي، زده کړې یې په انجینري کې کړي دي او دا وخت په دوبۍ کې له خپل مور و پلار سره ګډ ژوند کوي،خو د کورنۍ نیمه برخه یې په نوي ډیلي هند کې استوګنه کوي.

حسن علی د شامیا سره لومړۍ لیدنه هم په دوبۍ کې وشوه او بیا یې نیږدې ملګرې جوړه شوه.

maxresdefault.jpg
حسن علی پر خپل ټویټر لیکلي؛ د کورنۍ له غړو سره په سلا مشورو بوخت دی، ترڅو د اړوند موضوع په اړه یې نظریات واوري.

۲۵ کلن حسن علي د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی، چې په ۵۳ ټېسټ، یو ورځینیو لوبو کې لوبیدلی دی.

د معلوماتو له مخې حسن به له شامیا ارزو سره د راتلونکي اګست میاشتې په شلم تاریخ په دوبۍ کې کوژده وکړي.

تر ده مخکې بل پیاوړي پاکستاني لوبغاړي شعیب مالک هم له هندۍ ټینس لوبغاړې سانیا میرزا سره واده کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی