امرخیل: ګوانتانامو کې افغان بندي (اسدالله) په اړه وروستۍ پریکړه کیږي، راخوشې به شي

راپور: بشر درویش
د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي چې ګوانتانامو کې د یوه بندي افغان راخوشې کولو لپاره یې هڅې روانې دي.
ښاغلي امیرخیل پر خپل ټویټر لیکلي:

«ګوانتانامو څخه د اسدالله هارون د خلاصون لپاره مو هڅې روانې دي. دی ۱۳ کاله مخکې حزب اسلامي سره د تړاو په شک بندي شوی و.»

نوموړي ویلي چې په دې اړه یې ګډې هڅې پيل کړي او اړیکې یې نیولي چې د را خوشې کولو لپاره یې کار وشي.

ضیاالحق امرخیل

هغه زیاته کړې ده:

« ملي امنیت شورا،خارجه وزارت او د هغه مدافع وکیلانو سره، دګډ کمېسیون د رئيس په توګه مې رسمي اړیکې نیولي. اګست کې به یې په اړه اخري پرېکړه وشي. تمه ده چې راخوشې شي.»

ضیاالحق امرخیل چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د تطبیق مسوولیت هم لري، ویلي چې دده خوشې کول خپل مسوولیت بولي.

هارون کله بندي شوی؟

هغه بیا پر خپله فیسبوک پاڼه د اسدالله هارون په اړه یوه وضاحت کې لیکلي:

«په ګوانتنامو کې د افغان بندي هارون په اړه وضاحت. اسدالله هارون چې نیږدې 13کاله مخکې په ګوانتنامو کې د امریکایې ځواکونو لخوا د حزب اسلامي سره په تړاو او فعالیت بندي شوی وو؛ اوسمهال یوازینی افغان دی چې هلته د بند شپې ورځې سبا کوي. د1398کال د حمل دمیاشتې راهیسې چې د حزب اسلامي سره د سولې دهوکړه لیک د تطبیق مسولیت را سپارل شوی په ګوانتنامو او اماراتو کې د حزب اسلامي بندیانو د خلاصون په اړه مې شخصا د رسمي مکتوبونو او تماسونو له لارې د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا او همدارنګه د هارون، ارواښاد شیخ حمدالله او ولی محمد صراف مدافع وکیلانو سره د هغوي د خلاصون په اړه وخت نا وخت خبرې کړي او مسایل مې ورسره تعقیب کړي؛ چې له نیکمرغه دوه یې له زندان څخه خلاص شول.»


ښاغلي امرخیل ویلي چې د هارون په اړه د امریکانو او مدافع وکیلانو کمینټونه د ملي امنیت شورا سره یې شریک کړي او همدارنګه اګست میاشت کې د هارون دوسې په اړه وروستۍ پریکړه هم کیږي.
ده زیاته کړې؛ د هارون په اړه د ټولو ترسره شويو مراسلاتو او د تعقیب اسناد له موږ سره شته او دده خوشي کول خپل مسولیت ګڼم.
باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د یاد بندي د خوشې کولو لپاره کمپاین روان دی، ښکاري چې دې کمپاین پایله ورکړې او په اړه یې وروستي پرمختګونه هم ولیدل شول.
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.