ليکنه: مدثر دعوت
د پښتو ژبي پياوړي سندرغاړي هارون باچا له خلکو غوښتي چي د کورونو را ونه وځي او د کرونا په وړاندي پوره چمتوالی ونيسي.
هارون باچا پر ټولنيزو رسنيو يو ويډيويي پيغام خپور کړی چي هدف يې له خلکو غوښتنه ده تر څو بيله اړتيا له کورونو ونه وځي او کرونا جدي ونيسي.
د باچا پيغام د څو بيتونو زمزمه ده چي پخپل خواږه ږغ کي يې ثبت کړيده.
د ويډيو په ورستيو کي هارون باچا له خپلو مينوالو غوښتي چي ځان او نورو په خاطر د کرونا په اړه جدي سئ، ځان او چاپيريال مو پاک وساتئ تر څو ددې مرګوني ويروس څخه نجات پيدا کړو.
پر ټويټر او فيسبوک د هارون باچا ددې نوښت هر کلی سوی او په سلګونو پښتنو ترې مننه کړې او دا پيغام يې د کرونا څخه د مخنيوي په اړه يو مثبت قدم بللی.
هارون باچا د افغانستان او پاکستان سربيره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ډير زيات پښتانه مينوال لري.
باچا پداسي حال کي د کرونا څخه د ځان ساتني پيغام خپور کړی چي په مجموع کي د پښتون قوم اکثريت وګړي دا باور لري چي کرونا ويروس دوی ته زيان نسي اړولای.
هيله ده لاندي لينک کي د هارون باچا ويډيو وګورئ:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3628356257236687&id=1347998618605807
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي