سپورټ کرکټ

د حیدراباد لوبډلې هیلې او د محمدنبي ځلېدل

سپورټ یاران

که د کورونا ویروس ستونزه حل شي او د آی پي اېل لوبغاړو له دغه ویروسه پاک وبلل شي، نو دغه لوبې ښایي د سپټمبر په ۱۹مه نېټه پیل شي.

که څه هم لوبو ته شاوخوا شل ورځې پاتې دي، خو د لوبډلو لخوا چمتووالی روان دی او لوبډلو د خپلو هغو لوبغاړو ستاینې پیل کړي، چې په لوبو کې بوخت دي او ښه ځلېدلي دي.

تازه د سنرایزرز حېدراباد کرکټ لوبډلې د محمدنبي عیسی خېل د وېکټو اخېستلو یادونه کړې او په عربي متحده اماراتو کې یې د هغه توپ اچونه په کنایوي ډول مثبته بللې ده.

د حیدراباد لوبډلې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغان ستوري الراونډر محمدنبي عیسی خېل د عربي متحده اماراتو پر ویشتن ځایونو په شل اوریزو لوبو کې ۵۶ وېکټې اخیستي او توپ اچونه یې مثبته اټکل شوې ده.

د یادې لوبډلې پر  فېسبوک پاڼه زیاته شوې ده، چې د محمدنبي عیسی خېل لخوا غوره توپ اچونه او د حېدراباد په لوبډله کې او ورسره نورو لوبغاړو په منځ کې محمدنبي هغه لوبغاړی، چې د عربو په پیچونو په زیاتو وېکټو کې مخکښ دی.

د حیدراباد لوبډلې دا پوسټ په داسې حال کې کړی، چې دیارلسم پړاو آی پي اېل لوبې په عربي متحده اماراتو کې په پام کې دي او عیسی خېل ته د لوبډلې هیلې شته، چې د سي پي اېل سوداګریزو لوبو په څېر به دلته هم ښه وځلېږي.

عیسی خېل د ویسټ انډیز په سوداګریزو کرکټ لوبو کې درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی او یو ځل یې د ۱۵ منډو په ورکړې سره پنځه وېکټې اخېستل د سي پي اېل په تاریخ کې درېیمه غوره توپ اچونه  ده.

محمدنبي عیسی خېل او الراونډري یې

د عیسی خېل الراونډري اوس په ټوله نړۍ کې د منلو وړ ده، ځکه د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لوبې له امله په خپله درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو لومړی او غوره کرکټ ټولچاری حساب کړی دی.

په شل اوریزو لوبو او د ټولو سوداګریزو لیګونوکې ۲۶۲ لوبو کړي چې دې لوبو کې یې ۴ زره او ۴۱ منډې کړي او ښې وېکټې یې هم اخېستي دي.

په اي پي اېل سوداګریزو لوبو کې یې ۱۳ سیالۍ ترسره کړي، چې ۱۱ وېکټې یې پکې اخیستي او یوه لوبه کې یې د ۱۱ منډو په ورکړې سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

د نړۍ په ۲۷ بېلابېلو لوبډلو کې لوبېدلی او په شاوخوا لسو لیګونو کال په اوږدوکې بوخت پاتې شوی دی.

عیسی خېل په ۲۰۱۸ کې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ اتلولي واخېسته او په ۲۰۱۹ کال کې د شپږیزې کرکټ لیګ په شپږم پړاو کې د مِس عېنک لوبډلې اتل لوبډلمشر هم پاتې شوی.

dddd.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ