ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د مسلمان اذیت او ځورونه

لیکنه: ياران

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

واقعي مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان د هغې د ژبې او لاس له زیان څخه په امان کې وي.

خدای(ج) انسان اشرف المخلوقات خلق کړی ، یو له ښکاره صفاتو څخه یې مینه او محبت دی،چې دا صفت باید د ټولو مخلوقاتو د حال شامل شي، په ځانګړي ډول انسان او د انسانانو تر مینځ مسلمانان د احترام وړ دي.

د انسان ځورول د انسان د فطرت خلاف عمل دی او د مذموم،رزیله او غیر انساني صفاتو له جملې څخه دي،مسلمان کس باید خپله ژبه په داسې ګناه او صفت ککړه نکړي.

ژبه یو ډیر ارزښتناکه نعمت دی چې نه باید په ګناه او معصیبت ککړه شي،ژبه باید د خدای د یاد او د رسول د تقدیر لپاره وکارول شي،خدای (ج) د انسان وجود کې ډیر نعمات ځای پر ځای کړي دي،ولې نظر د وجود نورو غړو ته د ژبې په هکله دومره تأکید شوی؟،ځکه چې ژبه په زیان رسولو کې نظر نورو غړو ته خطرناکه ده،په دې ډول چې د ژبې په واسطه مړي او ژوندي مشر او کشر حاضر او غایب ټول اذیت او آزار کیدای شي.

مسلمانان چې لوړ احساس،آرامش،فطرت،عطوفت او رأفت لري،نه باید چې ژبه یې په غیر اخلاقي او له انساني فطرت څخه لري خبرو باندې ککړه وي،ځکه چې رسول اکرم (ص) مسلمانان تشویق او ترغیب کړي تر څو د نورو انسانانو د ځورولو او اذیت لامل نشي،نو ځکه باید مسلمان له خپلې ژبې څخه د مسلمان د ځورولو اواذیت لپاره کار واخلي،د دې لپاره چې د ځورولو او اذیت رسولو عاقبت او پایله ډیره بده وي.

پیامبر(ص) د یوه ژوي د اذیت او ځورولو په هکله داسې ویلي:

«ښځې یوه پیشو بندي کړې وه،ترڅو له لوږې مړه شوه،د همدې لپاره د خدای په عذاب ککړه او په اور کې دننه شوه.»

نو د انسان ځورول چې اشرف المخلوقات ده څه پایله به ولري.

له ځورولو او اذیت کولو څخه ډډه کول

ابوالحسن خرقاني فرمایلي:هغه څوک چې پرلپسي څو ورځي له ځورولو او اذیت کولو څخه ځان لري وساتي،د داسې کس په شان دی لکه دا ورځې چې یې د پیغمبر(ص) په حضور کې تیرې کړي وي.

سعدي د خلکو ځورول په دې ډول نکوهش کړي:

مکن مردم آزاري ای تند رأی
که ناګ رسد بر تو قهر خدای

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ