لیکواله: کاینات سعادت
انسانان که په مراقبه، که په خلوتگاه، که په بازار، که په قریه، که په غره، که په راغه او که په اباده کې گرځي، خپلو افکارو او خیالاتو سره ژوند کوي. ممکن انسان د ژوند د بېلابېلو برخو لپاره بېلابېل تصورات ولري، خو یو هغه څه چې په دغه ټولو مرحلو کې د انسان سره وي د یو نالیدلي قوت په اړه فکر دی.
په حقیقت کې همدا فکر د انسانانو لپاره د خدای پېژندل دي، او خدای هم وايي: «چې زه د خپل بنده په گومان یم.»
ددې وضاحت داسې هم کېدلای شي چې وویل شي، د خدای تعالی په اړه پوهه او درک د انسان د فکر او خیال محصول دی. دغه فکر او خیال په حقیقت کې د انسان او ناليدلي ځواک ترمنځ اړیکه ایجادوي. هرمهال چې دغه اړیکه صمیمي شي په عرفان بدله شي.
پخوا زمانو کې عرفان د مذهبي کتابونو تر اغېز لاندې و خو لکه څرنگه چې زمان او مکان د وخت په قید کې نه بندېږي او شپه او ورځ بدلېږي، نو همداسې وخت هم خپل سفر مخ ته وړي، چې دغه بدلون د انسان په ذهن او احساس ژورې اغېزې کړې دي. چې له امله یې انسان او عرفان یا د انسان عرفاني اړیکې خپل رنګ بدل کړی دی.
دغه بدلون لکه څرنګه چې په عمل کې لیدل کيږي په ادبیاتو او هنرونو کې یې هم ډېرې بېلگې موندلی شو. تر ټولو ښي بېلگې موږ دا مهال د پښتو ژبې د تکړه لیکوال استاد انور وفا سمندر په پنځونو کې زیاتې وينو.
پخوا عرفاني فکر او جذبه وسیله وه خو اوس چې کله د استاد سمندر پنځونې لولو له وسیلې وځو او د انسان له هغو احساساتو سره مخ کېږو کوم چې د خپل خدای ج لپاره لري. دلته هغه نالیدلی ځواک په یو داسې چا بدلېږي چې د دغه انسان د افکارو، د خیالاتو او غوښتنو یوه لیکنۍ بڼه وي، دلته موږ دغه عرفاني اړیکه په یو داسې ډول وینو چې فکر کوو هغه موږ سره دی.
هغه سره موږ خبرې کوو، هغه زموږ خبرې اوري او هغه په دې رقم دی څنگه چې انسان د هغه په اړه فکر کړی دی او په دې اړه حضرت ابو هریره رض له پیغمبر ص څخه حدیث نقل کوي چي وايي: زه د خپل بنده په گومان یم«انا عند ظن عبدی بی.»
د حضرت موسی ع په اړه کیسه بیانيږي چې یوه ورځ کوه طور ته روان و او په یوه شپانه چې رمه یې پوله پیښ شو، شپون چې په کلکه معتقد او ذاکر و، ټوله ورځ به یې د رمې پولو تر څنگ خدای تعالی ته مناجات کول او ویل به یې: ای خدایه راشه
چې درته تازه شیدې درکړم
راشه چې څپلۍ دې وګنډم، …!
موسی علیه السلام چې دده دغه ډول مناجات واورېدل نو ورته یې وویل چې ای شپونه: زما او ستا خدای له دې اړتیاوو څخه بې نیاز دی، توبه وباسه چې کفر ته ووتې! موسی علیه السلام شپونکی له سلو سوداوو سره پرېښود او لارې ته یې دوام ورکړ، کله چې کوه طور ته د الله عزوجل د کلام اورېدو ته لاړ نو الله ج ورته وفرمایل چې ای موسی تا څه وکړل؟
زما هغه بنده چې ۲۴ ساته زما سره بوخت و او زه یې یادولم خپه کړ او شک دې ورواچاوو؟
ځه لاړ شه او ورته ووایه چې ستا پخوانی عبادت هم قبول دی او وروسته هم په هماغه پخواني ډول عبادت کوه.
موسی علیه السلام همداسې وکړل او شپونکی یې دل آسا کړ چې خپل عبادت په خپله طریقه کوه، ډېره موده وروسته د خدای استازی بیا په هم هغه شپونکي ورپېښ شو او ترې ویې پوښتل چې شپونکیه عبادت دې څرنگه پر مخ ځي؟ شپونکي ورته وویل: ای د خدای استازیه اوس دې چې شک راواچاوو نو هماغه پخوانی خوند مې په خپل عبادت کې بیا ونه موند.»
له دې کیسې په ډاگه کېږي چې اصلا د خدای تعالی په اړه شپونکي خپل شناخت درلود او د هغه په ذهن کې یې خاص ځای نیولی و.
له ښه مرغه چې زما لاس ته راغلی د استاد وفا نوی داستان (هرڅوک خپل سقراط) همداسې یو احساس لوستونکي ته پیدا کوي چې دلته موږ د ادب د یو نوي عرفاني رنگ سره مخ کېږو.
داسې تصور کوو چې یو انسان په یوه ویړه دښته کې د خپل خدای سره په داسې عرفاني رشته کې روان دی چې دی (خدای) د خپلو غوښتنو، د خپلو احساساتو او د خپلو عواطفو په هېنداره کې گوري او بیا دغه تصور ددې سبب کېږي چې د ژوند د نوي نظم یا د نویو ټولنیزو اخلاقو د ایجادولو لپاره مټې رانغاړي او یو هنري پیغمبرانه مسولیت ترسره کوي.
دغه ټولنه چې کله رامنځته کېږي په هغې کې افراط، په هغې کې د خدای په سر څوک وهل، څوک په تکلیف کول یا چاته زیان رسول نشته. بلکې دلته خلک پرېښودل شوي دي چې خپله خپل ځان او خپل خدای ومومي او د خپل تصور په غېږ کې خپله عرفاني اړیکه پیدا کړي.
ددغه داستان اتل «الماس» د خدای په مینه یو داسې مست مجذوب دی چې هره شیبه په حالت کې وي، د خدای په اړه غږېږي، د دنیا په اړه غږېږي او د ځان په اړه له ځانه پوښتنې کوي.
«هغه خدايي رڼا لیدلې وه، او ځان یې ددغې رڼا یو خپلواک پړک فکر کاوه. او دغه ځان ورته بې دلیله ښه اېسېده. نه دروند ؤ او نه سپک ؤ. نه یې څه لرل او نه یې څه غوښتل. تا به ویل له بره را روان غږ او رڼا یې د بدن هر اتوم وینځلی، نوی کړی او له خاطرو او ارمانونو سپین کړی.»
د حالت په دنیا کې د داستان دغه ورک لیونی اتل د قبول او رد په داسې مرحله کې دی چې له زړه یې د نویو خبرو غږونه خورېږي. یو ځای کې له ځان سره وايي:
«نه! زه او خدای، دوه نشي کېدای! نه نه، دوه نشي کېدای! یوازې خدای شته او هغه بقا لري…هو، یوازې یو شته. یو خدای شته او زه د خدای یو اتوم یې یم»
د داستان قهرمان شیبه په شیبه د عرفان په سمندر ورگډېږي او شیبه په شیبه نوې ملغلرې له ځان سره لري. د کیسې اتل هڅه کوي چې ځان قانع او خپل خدای ج پیدا کړي ځکه خو د خلکو د خدایانو په اړه وايي:
« ذهن کې یې تېر شول، چې بنیادمان له خدای سره جنگېږي، هغوی له خدایه زرهاوو کلونه وېرېږي؛ ځکه له بې خدایانو سره جنگېږي. او ځکه جنگېږي، چې نه یې لري. هغوی د خدای په وس نه دي. ځکه خدای نشي ساتلی!»
او د عرفان او پېژندنې دغه مزل تر دې ځایه رسېږي چې الماس له ځانه سره ووايي:
«د هر سړي زړه یې د خدای په اندازه دی. خدای بل ځای نشته. بل ځای نه ځایېږي. خدای په ټولو کې، د هغوی د زړونو په اندازه دی.»
د استاد انور وفا سمندر په دغه ناول کې کله چې د الماس او خدای ترمنځ د معرفت یوه اړیکه پیدا کېږي له دې وروسته ورو ورو دغه فکر پراخېږي او تر دې رسېږي چې د خدای ج په سر انسانان سره خپل منځ کې سنگر په سنگر ناست دي او د دوزخ او جنت په شوق کې له خدایه فاصله ایجادوي څومره ښه یې ویلي:
«خدای چې وي، د دوزخ زړه چوي. د خدای له رڼا او له غږه، د دوزخ شکل او وزن او حواس، د چا زړه او ذهن کې نشي پاتې کېدای.»
هرڅو که په دغه داستان کې د دنیا خبرې هم شته او په رموز او اشارو د روان وضعیت تت او ښکاره انځورونه یې کاږلي دي خو په ټول داستان دغه خور کیف لوستونکی د خدای ج سره نږدې کوي او ځینې وخت خو لا داسې وشي چې لوستونکی فکر کوي لکه د شربت یې د ژبې سر ته الماس رسیدلی دی.