اپریل 23, 2021

ازاده مبارزه؛ د حبیب نورمحمدوف سره د یوه افغان لوبغاړي ګډ تمریونه + انځور

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه لوبغاړي نصرت حقپرست د روسیې هیواد د مشهوره مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحدوف سره ګډ تمرینونه کړي.

 

حقپرست راتلونکې لوبې ته دا تمرینونه د ښه چمتوالي په موخه ترسره کوي.

 

 

نصرت حقپرست د ازادي مبارزې تر ټولو په لوړ او معتبره سازمان UFC  کې لومړنی افغان لوبغاړی دئ، چې پکې حضور لري.

 

ټاکل شوې نصرت حقپرست راتلونکې شنبه د نړۍ په یاد معتبره سازمان کې د یوه تکړه سیال سره د لوبې ډکر ته کښته شي.

 

حقپرست د سویلي افریقا د دان ماج سره څو اونۍ وړاندې سیالي لرله، خو سیال ته یې د ویزې ستونزه پيدا شوه او لوبه یې لغوه اعلان شوه.

 

لا تراوسه معلومه نه ده، چې حقپرست به د شنبې په ورځ د کوم سیال په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.

 

وروستي مطالب