مارچ 7, 2021

د عامرخان کليزه او د سلمان خان يادګار

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
عامرخان پرون خپله ۵۵مه کليزه ولمانځله.
د باليووډ د بکس افيس باچا عامر خان ۵۵ کلن سو او خپله کليزه يې په جشن نيولو سره ولمانځله.
عامرخان ته د باليووډ ډيرو مشهورو اداکارانو مبارکيانی ورکړي چي د هغوی له ډلي سلمان خان هم دی.
سلمان خان پر خپل انسټاګرام د دواړو پخوانی عکس خپور کړی او ليکلي يې دي:” لال سينګ چډا کليزه دي مبارک سه”

سلمان خان پداسي حال کي د لال سينګ چډا نوم ورته ياد کړی ي عامر اوسمهال د خپل نوي فلم په شوټينګ مصروف دی او نوم يې هم لال سينګ چډا دی.
کرينا کپور خان هم د عامرخان داسي انځور خپور کړی چي په الوتکه کي خوب کوي.

همدارنګه مادهوري ديکسيټ هم ورته پر ټويټر پاڼي د کلیزي مبارکي ويلې.

د کريکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي سچن ټنډولکر هم پرخپل ټويټر پاڼه ليکلي: ” زما ګرانه ملګرې عامر سينګ چډا کليزه دي مبارک سه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ