ټولنیز ژوند ژوند بڼه

غوسه پرېږدئ؛ خوشحالي ستاسي ده!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

خښم او غُسه زموږ سکون له منځه وړي او د یوه نابللي مېلمه په شکل راښکاره کېږي. خښم او غسه یوازي دا نه چي په سټریس مو آخته کوي او د ناخوښو ذهني او رواني اثراتو سبب کېږي، بلکي د ویني فشار د لوړېدو او ځینو جسمي ناراحتیو سبب هم کېږي…

خښم او غُسه ممولاً د ناکامۍ سره د مخامخېدا په صورت کي رامنځ ته کېږي. په دغو وختو کي که يوه شېبه ودرېږو او خپل فکر سازمان دهی کړو کولای سو چي د ناکامۍ حس له ځانه لېري کړو. په اصل کي ناکامي او په پسې خښم هغه وخت رامنځ ته کېږي چي موږ خپل ذهني کنټرول له لاسه ورکوو.

ځیني وختونه کېدای سي موږ د خپل خښم او غسې له پاره هیڅ منطقي او ښکاره دلیل هم پیدا نه کړو او یوازي یو لړ ناهماهنګ شرایط مساعد سي او هغوی زموږ په درون کي خښم ويښ او بیدار کړي، بس همدا علت دئ چي موږ د خپل خوشحاله او آرام ذات پر ځای باندي د خښم او غُسې په نوم یو غیرطبیعي او ناهماهنګه حس ځای پر ځای کوو. خو د ټولو هغو کسانو له پاره چي غواړي له ځانو څخه دغه ناخوښ حس لېري کړي حللاري سته. داسي لاره چي کولای سي خښم لاندي او خچ پچ کړي. په دغه حللاره کي یو ډول هارموني او هماهنګي حالت سته او دغه داسي کارونه دي چي په کولو سره ئې د دروني خوشحالۍ، سکون او تعادل حس زموږ په درون کي جاري کېږي او موږ د امن او سکون ساحل ته لارښوونه کوي.

مراقبه یا مدیتیشن:

کولای سئ چي یو ګوښه ځای کښېنئ یا حتی پر لاره روان اوسئ، په هر یوه له دغو حالاتو کي خپل تنفس او ساه اخیستلو ته پام وکئ. که مو ساه اخیستې وه آګاهانه ئې ایله کړئ. اوس تر دوو پوري حساب وکئ (۱-۲) او ورسره ساه واخلئ، او بیا بیرته په دوو شمېرو (۳-۴) سره د ساه نیول تمرین وکړئ.

د یوې دقیقې له پاره دغه ډول تنفس اخیستل او ایله کول تکرار کړئ. کله چي په همدغه نظم سره ساه اخلئ، پام او توجه مو خپلو افکارو ته واړوئ. پر هغه پېښه یا موقعې باندي فکر وکئ چي ستاسي د غُسې او عصبانیت سبب سوه، فکر وکئ چي تاسي څنګه کولای سوای هغه موضوع حل کړئ – داسي چي د ټولو افرادو چي په دغه حالت کي ښکېل وي، په ګټه اوسي؟

نوري ګټوري حللاري مو په ذهن کي در په یاد کړئ او بیا ځانونه په هغو باندي آخته کړئ. اوس د خپلو افکارو نوشته کولو ته وخت ورکړئ، یوه کوچنۍ کتابچه پیداکړئ او خپل ټول مربوطه افکار پکښي یاداښت کئ. بل وار چي کله په قهر او غُسه سواست در په یاد ئې کړئ چي د هر مشکل له پاره حللاره سته، داسي حللاره چي په همدې وخت کي د ټولو ښکېلو کسانو په ګټه وي او ورسره ځانګړي او بهترین پیغامونه هم ولري.

انتخاب کئ چي خوشحاله اوسئ، د ناکامۍ حس له ځانو څخه لېري کړئ او دې موقعیت ته له یوه نوي نظره وګورئ او یوه تازه حللاره پیداکئ، سوله خوښ، آرام بخښوونکي او تر ډېره پوري ښه او غوره افکار، داسي افکار چي تر ډېره پوري مثبته نتیجه ورکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي