فبروري 26, 2021

د ښه ژوند کولو ۲۲ ساده لارې

ژباړه: عمران لمر
دا چې د يو فرد په توګه وکولای شئ خپل شرايط د ښه ژوند کولو خواته يوسئ؛ ډېر غوره کار دی.
کله مو چې داسې پرېکړه وکړه؛ نو بدلون ته اړتيا لرئ او بايد پوه شئ چې دا بدلونونه په خپل ژوند کې څه ډول پلي کړئ.
مونږ تاسې ته ۲۲ ساده لارې وړاندې کوو چې په مرسته يې ښه ژوند کولای شئ:
۱- ورزش کول
د ورزش کولو لپاره تر ټولو ښه وخت سهار دی. کله چې تاسې سهار ورزش کوئ؛ نو په حقيقت کې له خوبه د راويښېدو وروسته خپل د وينې فشار تنظيموئ، همدارنګه د سهار له ورزش وروسته به د کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر تمرکز پيدا کړئ، خپله روغتيا به تضمين کړئ او د شپې به په ښه آرامۍ ويده شئ.
۲- زړه نا زړه کېږئ مه.
ډېری خلک چې کله غواړي يو کار ترسره کړي؛ نو سبا ته يې ځنډوي. په دې فکر وکړئ که سبا ورځ په دې کار کې نه وي او يا د دې کار شرايط چې غواړئ تر سره يې کړئ؛ بله ورځ ونه لرئ.
که تل همداسې فکر ولرئ او د کارونو په ترسره کولو کې زړه نازړه شئ؛ نو هيڅ کار به سرته ونه رسېږي.
۳- د ښه ژوند لپاره د نويو تجربو زړورتيا
که داسې کوم کار و چې تل مو خوښېده چې سرته يې ورسوئ؛ نو مه ډارېږئ او ويې کړئ. نوې تجربې کولای شي چې تاسې لپاره د يو ښه ژوند زېری ولري.
هيڅ وخت د ناکامۍ د احتمال لپاره بهانې مه جوړوئ او زړورتيا ښکاره کړئ.
انسانان تل د هغو کارونو افسوس کوي چې سرته رسولي يې نه دي.
۴- کتاب لوست
ډېری خلک په دې باور دي چې د انټرنېټي مطلبونو او د څو پراګرافه مقالو لوست کولای شي؛ د کتاب د مطالعې ځای ونيسي؛ مګر داسې نه ده. کله چې تاسې کتاب لولئ؛ نو د خپلې پوهې لمن پراخوئ، ذهن مو غوړېږي او نوښتګرې نظريې تاسې ته الهام کېږي.
۵- د خپل امتياز پېژندل
که تاسې غواړئ چې د ځان لپاره يو ښه ژوند جوړ کړئ؛ نو له ځانه پيل وکړئ او يوه شئ چې څه امتياز لرئ.
کله چې تاسې خپل امتياز او اعتبار وپېژندلو؛ کولای شئ د ښه کولو لپاره يې بدلون راولئ.
۶- د پيسو سپما
له زيات لګښته ځان ساتل او د پيسو سپمول کولای شي؛ ستاسې په راتلونکي کې مهم رول ولري. کله چې تاسې پیسې سپما کوئ؛ نو ډاډه کېږئ چې د ستونزو او سختيو په وخت کې خوندي يئ.
۷- منفي خلک له ځانه لېرې کړئ.
که تاسې په خپل شاوخوا کې داسې خلک لرئ چې تل مطلبي ملګرتيا کوي، تاسې رټي او سپکوي او په خپل شتون تاسې ځوروي؛ نو پرته له شرمه هغوی له خپل ژونده لېرې کړئ.
په دې سره به تاسې ته د ښه ژوند لرل په آرامۍ ممکن شي.
۸- خندا او موسکا
که ورځ مو بده وه؛ نو خندا يا موسکا کولای شي ستاسې د وضعيت د ښه کولو لپاره آسانه لاره شي. که د خندا لپاره کوم دليل نه شئ موندلی؛ نو هغه ملګري سره اړيکه ونيسئ چې تل تاسې خندوي.
همدارنګه يو مزاحيه فلم او يا خندوونکې ويډيوګانې هم کتلی شئ.
۹- ودرېدل او سکون
ځينې وختونه د ښه ژوند درلودلو لپاره اړتيا لرئ چې ځان له سره چارج کړئ؛ ځینې وختونه که تاسې ونه درېږئ او ځان آرام نه کړئ؛ نو نه شئ کولای چې ستونزې شاته پرېږدئ او خپل حال ښه کړئ.
۱۰- مننه کوونکي اوسئ.
دا کار تل آسانه نه دی؛ مګر تاسې په هر ډول شرايطو کې د شکر ويستو لپاره يو څه موندلی شئ. تر دې که ستاسې په حاضر حال کې هر څه بد وي؛ بايد پوه شئ چې له تاسې د بدو شرایطو لرونکي هم شته. که څه هم شکر ويستل ډېر مهم دي؛ مګر تاسې بايد په آرامۍ هر څه ونه منئ.
که د يو څه د بدلون امکان و؛ شکر وباسئ او د بدلون لپاره يې ګام پورته کړئ.
۱۱- مرسته کوونکي شئ.
د ښه ژوند درلودلو په لاره کې تر ټولو لوی قدم مرسته کوونکي کېدل دي؛ تر دې که ډېرې پیسې نه لرئ بيا هم مرسته کولای شئ. له هغه چا سره مرسته وکړئ چې ستاسو په نسبت يې شرايط کمزوري وي. هغه چاته موسکي شئ چې ورځ يې بده وي. له سرکه په اووښتو کې د يو سپين ږيري سره مرسته کولای شئ.
۱۲- ځان خوښونه
د ځان خوښول او ورسره مينه لرل تل بد نه وي؛ دا چې تاسې خپلې بدني او ذهني روغتيا ته ارزښت ورکوئ، ستاسې د شاوخوا خلکو لپاره به هم ګټور وي. ځان خوښونه تل له تاسې بد انسان نه جوړوي.
۱۳- موبايل لېرې کول
کله چې تاسې د ملګرو او يا د کورنۍ تر څنګ يئ؛ نو موبايل مو لېرې کړئ. تاسې تل کولای شئ په موبايل خپل وخت ولګوئ؛ مګر هغه وخت چې له ملګرو او يا کورنۍ سره تېروئ؛ نور نه تکرارېږي.
۱۴- بهر ته ډېر وتل
د ښه ژوند يوه نښه بهر ته تګ او له خلکو سره خبرې کول دي. تاسې ممکن ځينې وخت له يو نا آشنا کس سره له خبرو کولو ډډه وکړئ؛ ځکه فکر کوئ چې ممکن بې ادبه ورته ښکاره شئ او يا ارزښت درنه کړي؛ مګر ځينې وختونه له يو نا آشنا سره خبرې کول په راتلونکي کې په يوه ښه ملګري بدل شي.
۱۵- غوږ نيول
کله چې نور له تاسې سره خبرې کوي؛ نو بايد په ښه ډول ورته غوږ ونيسئ؛ خپل تمرکز په هغه ځواب چې تاسې غواړئ هغه ته يې ورکړئ؛ مه ږدئ. يواځې او يواځې غوږ ونيسئ.
۱۶- د خپل ځان په څېر اوسئ.
هڅه مه کوئ چې د نورو پېښې وکړئ او هغه هم په دې دليل چې يو څوک او يا خلک تا خوښ کړي. که د داسې چا په خوا کې يئ چې نه شئ کولای د ځان په څېر اوسئ؛ نو بايد د خپلې اړيکې په هکله فکر وکړئ. تاسې بايد تل هغه څه وکړئ چې غواړئ ورته ورسېږئ او يا مو خوښېږي.
دا يواځينۍ لاره ده چې تاسې د يو ښه ژوند لور ته رهي کوي.
۱۷- سفر کول
که پانګه او کاري شرايط تاسې ته اجازه درکوي؛ نو چې څومره کولای شئ سفرونه وکړئ. کله چې نوي ځايونه او فرهنګونه تجربه کوئ؛ نو په حقيقت کې خپلې سترګې يوې نوې نړۍ ته پرانېزئ. سفر ستاسې ذهن پراخوي او ځينې نه هېرېدونکې خاطرې درته جوړوي.
۱۸- روښان فکره اوسېدل.
دا ډېره مهمه ده چې کس روښان فکره وي. که له چا سره موافق نه يئ؛ نو هڅه وکړئ چې ځان د هغه په ځای فرض کړئ او د هغه له ليده نړئ ته وګورئ.
۱۹- مينه خپره کړئ.
هم خپل ځان سره مينه وکړئ او هم که نورو سره مينه لرئ؛ نو له ورته له ويلو يې مه ډارېږئ.
مينه کول او مينه خپرول تر ټولو لوی انساني احساس دی.
له دې سره سره هڅه وکړئ چې بيخي زياتی ونه کړئ؛ څو نور له تاسې ناسمه ګټه وانخلي.
۲۰- ځيرک اوسېدل
تاسې په ځيرک اوسېدو سره خپلې پوهې او علميت ته ارتقاء ورکولای شئ.
۲۱- په خپلو خوبونو پسې کېدل
که د کوم څه په اړه ډېر له شوره ډک يئ؛ نو خامخا پسې هڅه وکړئ.
تاسې نه بايد د کورنۍ د فشار په واسطه کوم کار وټاکئ او يا کوم څه پرېږدئ.
۲۲- ماشومانه سلوک کول
دا ښه ده چې ځينې ځينې وختونه لکه د ماشومانو په څېر چلند وکړو.
ماشومان ځان غوښتونکي دي، ماشومان هر هغه کار سرته رسوي چې پرې خوشحالېږي؛ نو هر کس بايد کله کله ماشومانه سلوک وکړي.
هڅه وکړئ چې ماشومان په څېر له هر کوچني شي هيجاني شئ او له ژونده خوند واخلئ.
ډېرې لارې شته چې تاسې پرې په خپل ژوند کې مثبت تغيرات راولئ.
له دې کارونو هيڅ يو يې له تاسې زيات وخت نه اخلي او نه پرې زياتې پیسې مصرفيږي.
هر هغه کار چې غواړئ؛ ويې کړئ، ډېر فکر وکړئ او په خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړئ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ