مارچ 5, 2021

د ځان او ژوند د سلامتيا لپاره دا ۴۰ ټکي مراعت کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس
( که د عملي کولو اراده يې نه لرئ، نو اړينه نه ده چې ويې لولئ ).
د ميشيګان پوهنتون د څېړنو په اساس د ځان او د ژوندانه سلامتيا دې څلورو موارودو سره نېغه اړيکه لري:
– د مخدره توکو نه استعمال
– د وزن کموالی
– مناسب خوراک
– ورزش
ترټولو جالبه دا ده چې د ۱۵۳۰۰۰ کسانو څخه چې تر څېړنې لاندې نيول شوي و، يوازې ۳ تنو پورته څلور موارد مراعت کول. ډېری کسان چې کله لويان کېږي د مختلفو بوختياو له امله د بدو او ناسالمه عادتونو سره لاس او ګرېوان کېږي. موږ به څو څو ځلې داسې او ورته مقالې ليدلي او لوستلي وي او پرېکړه به مو کړې وي چې عملي يې کړو، خو بيا مو نه دي عملي کړي. که د داسې لارښوونو عملي کول هېڅکله هم پيل نه کړو نو ډېر سخت په پښېمانه شو. ځکه د ځوانۍ او طاقت ژوند به مو هېڅکله بيا تکرار نشي. ایا لېواله نه ياست چې وروسته له کلونو کلونو د ټنبلۍ احساس ته د پای ټکی کېږدئ او عملا لاس په کار شئ؟
د دې ليکنې په دوام کې به تاسو د ځان او ژوندانه د سلامتيا لپاره ۴۰ لارښوونې وړاندې شي، چې لوستل به يې ۱۰ دقيقې دوام وکړي او عمل کول به يې ستاسو د ژوند بڼې ته بدلون ورکړي.
( که د عملي کولو اراده يې نه لرئ، نو اړينه نه ده چې ويې لولئ ).
۱- د غاښونو برسول مه هېروئ.
۲- ورزش وکړئ.
۳- د ناستې ځای مو بايد ازاد او راحته وي.
۴- يوه مڼه نوش جان کړئ.
۵- د سلامتۍ په اړه هره ورځ معلومات ولولئ.
۶- که ناست ياست، ودرېږئ او ژوره ساه واخلئ.
۷- قدم ووهئ.
۸- يو ګېلاس اوبه وڅښئ.
۹- موسکا وکړئ او وخاندئ.
۱۰- ملګرو ته مو يوه ښه ليکنه او وينا واستوئ.
۱۱- کله ناکله يوازيتوب اختيار کړئ.
۱۲- له خوب څخه وختي راپاڅېږئ.
۱۳- بې فکره او بې پلانه کار مه کوئ.
۱۴- د لاسونو وينځل او د نظافت مراعتول مو عادت وګرځوئ.
۱۵- مور ته مو زنګ ووهئ.
۱۶- ښه ملګرو سره مو ناستې لپاره وخت ځانګړی کړئ.
۱۷- هغه قلم چې سم ليکل نه کوي، لرې يې کړئ.
۱۸- مطالعه مو عادت وګرځوئ.
۱۹- سلاد ته مو لږ مرچ اضافه کړئ.
۲۰- د ټلويزون ريموټ مو لږ له ځانه لرې کېږدئ.
۲۱- د خونې کړکۍ مو پرانيزئ.
۲۲- په وبلاګ او يا هم د ټولنيزو رسنيو په يوه ادرس کې مو يو نظر وليکئ.
۲۳- ماشومان غېږ کې واخلئ.
۲۴- په لاسونو مو مرطوب کوونکې مایع ووهئ.
۲۵- هغه څوک چې لياقت يې لري، ترې مننه وکړئ.
۲۶- د سبا لپاره مو لباس برابر کړئ.
۲۷- يو ځلې د چای پر ځای قهوه وڅښئ.
۲۸- کليانې مو په يو مشخص ځای کې کېږدئ.
۲۹- ملګري/ ملګرې ته مو يو دوستانه ليک ( برېښناليک ) واستوئ.
۳۰- يو آرامه او سکون بښونکي څه واورئ.
۳۱- ۱۰ دقيقې استراحت وکړئ.
۳۲- کاري ځای يا مېز او کمپوټر مو منظم کړئ.
۳۳- پارک ته لاړ شئ.
۳۴- يو ښه ملګری مو د يو ماښامي لپاره دعوت کړئ.
۳۵- د يوه غريب لپاره خواړه برابر کړئ او ورته وريې کړئ.
۳۶- سترګې مو وتړئ او د يو څو شېبو لپاره فکر وکړئ چې څه مثبت اړخونه لرئ.
۳۷- همدغه د پورتنۍ جملې مطلب مو له ملګرو سره شريک کړئ.
۳۸- مخ او لاسونه مو ومينځئ او د ۳ دقيقو لپاره د کړکۍ له پنجرې څخه بهر وګورئ. ( دا کړنه مو سترګو ته ګټه لري ).
۳۹- الوتونکو ته دانه وشيندئ.
۴۰- له پورته کارونو څخه يو يې همدا اوس وکړئ.
پورته ټول کارونه په يو ډول نه يو ډول ګټور دي او ستاسو د جسمي، ټولنيزې او رواني سلامتيا سبب ګرځي. د پورته کارونو څخه هر يو يې له ۱۰ دقيقو څخه ډېر وخت نه نيسي، ټنبلي پرېږدئ او همدا اوس څو کارونه ترې ترسره کړئ. د بېلګې په توګه: موسکا وکړئ، يو ګېلاس اوبه وڅښئ او يوه مڼه په داسې حال کې نوش جان کړئ چې د کړکۍ له پنجرې څخه بهر ته ګورئ.