اپریل 19, 2021

سوکاله کورنۍ دا ۵۰ ځانګړتیاوې لري

ژباړه: بشر دروېش
ـ په یوه غوره کورنۍ کې د یو بل له نامه سره د «جان» ټکی زیات کارول کیږي. لکه: پلارجان، مورجانه، زوی جان، لورجانه…
– د کورنۍ هیڅ غړی پر بل غړي بې باوره نه وي.
– په اونۍ کې حتماً یو ځل ځانګړي خواړه په ګډه ټاکي، پخوي او د خوراک په پلمه یې خوشاله شېبې تېروي.
– غړي یې یو بل په غېږ کې نیسي او خپل صمیمیت څرګندوي.
– یو بل ته تازه مېوه سپینوي.
– د ټولو د خوښې وړ یوه یا څو سندرې لري او په ګډه یې ځينې وخت اوري. لکه: پلار، مور یا ورور ته ویل شوې سندرې.
– په ټوله کې؛ بالخصوص د کورنیو مراسمو یا تلویزون لیدو پروخت ګاونډیانو ته د نه مزاحمت فکر کوي.
– په کورکې داسې یوه تابلو لري، چې مشترک احساس، انساني پيغام او یوه ښه روحیه وړاندې کوي.
– لږ ترلږه په میاشت کې یو ځل ګډه ناسته کوي او پر هراړخیزو کورنیو مسئلو بحث او مشورې پکې کیږي.
– د کورنۍ ماحول داسې دی، چې اولادونه پکې له خپل مور وپلار سره د زړه خواله کوي.
– د کورنۍ مور ته د عاجلو خوړو د تیارولو مهارت زده وي، کله یې چې اړتیا پېښه شي زر یې برابروي.
– د کورنۍ ټول غړي د لګښتونو په برابرولو او کمولو کې له پلار سره مرسته کوي.
– مور و پلار د اولادونو خونې ته له ورتلو سره دروازه ټکوي.
– په میاشت کې لږ ترلږه یو ځل یو تفریحي یا بل فلم په ګډه ویني.
– یو کتابتون لري او وخت په وخت مراجعه ورته کیږي.
– د کورنۍ پلار په اونۍ کې یو ځل له اولادونو او مېرمنې سره یوه پارک ته ځي.
– په هر ډول شرایطو کې د ورځې یو ځل حتماً په ګډه ډوډۍ خوري.
– مور و پلار وړو ماشومانو ته له ویدیدو مخکې یوه کیسه کوي.
– د کور د مهمو وسایلو په اخیستو کې مشوره سره کوي.
– مور و پلار پکې د میاشتې یو ځل حتماً له ماشومانو پرته تفریح کوي.
– د کورنۍ پلار اولادونه مکلفوي، چې له مور سره د کور په چارو کې لازمه مرسته وکړي.
– په بحراني حالاتو کې د غوسې یا یو بل ته د پيغام استولو پرځای د خبرو له لارې په سړه سینه ستونزې حلوي.
– د کورنۍ غړي پلان جوړوي چې په څومیاشتو کې یوځل په ګډه ځينې مهم کتابونه وپېري.
– د کورنۍ غړي که نور څه نه وي، د مور و پلار جامې او لباسونه اوتو کوي.
– د کورنۍ هر غړی له ځانګړي او جلا خوراک څخه وروسته خپل لوښي خپله وینځي.
– د کورنۍ هلک، له خور سره په سودا پیرلو او چارو کې مرسته کوي.
– د کورنۍ ټول غړي له اصراف سره حساس دي او یو بل ته یې د نه کولو سپارښتنه کوي.
– هغه وخت چې د کورنۍ ګډ مجلس وي، یو هم ټلیفوني پيغامونو ته ځواب نه وایي؛ بلکې کورني مجلس ته پرهرڅه لومړیتوب ورکوي.
– د کورنۍ هلکان له هلکانو او نجونې له نجونو سره لازمې او ممکنې لوبې کوي.
– د کورنۍ غړي له هغه غړي څخه تر ډوډۍ خوړلو وروسته مننه کوي او پخلی یې ستایي، چې ډوډۍ یې تیاره کړې وه.
– که کوم غړی اقتصادي تاوان کوي، یا بلې ستونزې سره مخ کیږي، ټول ډاډګیرنه ورکوي او ورسره ودریږي.
– مور او لور ځينې وخت په ګډه سودا اخیستو او تفریح ته ځي.
– د ګډو عکسونو او خاطرو البم لري او وخت په وخت یې ګوري.
– اولادونه په مختلفو مناسبتونو کې، په مختلفو پلمو د مور و پلار لاسونه ښکلوي.
– په میاشت کې یو ځل وخت بېلوي، خاص مجلس ته کیني او خاطرې سره شریکوي.
– مور وپلار هره ورځ د اولادونو له وضعیته ځان خبروي، لارښوونې ورته کوي او مشورې ورکوي.
– مور وپلار اولادونه د « زویه» او «لورې» په کلیمو په مودبانه ډول مخاطبوي.
– د کورنۍ مور ټول غړي هڅوي چې په اونۍ کې حد اقل یو ځل شخصي مسایل ورسره شریک او د هرڅه په اړه ډاډ ورکړي.
– اولادونه له نیکه او نیا څخه وخت په وخت د تېرو خاطرو بیان غواړي.
– د مجلو، ورځپاڼو او کتابونو مهم ټکي له یو بل سره شریکوي.
– د کورنۍ پلار د کورنۍ د ډوډۍ پر حلال والي خورا ډېر ټینګار کوي.
– که د کورنۍ یو غړی غوسه کیږي، بل ورته عاجل یو ګیلاس اوبه راوړي او هغه یې څښي.
– د یو بل په ټلیفون او نورو شخصي فایلونو کې غرض نه کوي.
– که کله ډوډۍ کمه شي، یا لږه بې خونده وي، د کورنۍ غړي پرې ځان نه پوهوي.
– د کورنۍ غړي له کثافاتو سره حساس دي او کور پاک ساتي.
– یو بل ته وړې ډالۍ اخلي.
– په مذهبي مراسمو کې برخه اخلي او یو بل دغه کار ته هڅوي.
– ټلویزون د یوه کس په کنټرول کې نه وي؛ د ټولو ذوق ته درناوی کیږي او لازم مهالوېش له مخې تلویزون ګوري.
– د کورنۍ غړي د «ماته یې څه» او «تاته یې څه» خبرې یو بل ته نه کوي.
– پلار او زوی لږ ترلږه په میاشت کې یو ځل یو ځای ښار، یوه پارک یا هوټل ته ځي او دوستانه مجلس سره کوي.