ټولنیز ژوند ژوند بڼه

خندا او خوشحالۍ پسې دا ۱۰ ګامونه واخلئ

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

خوشحاله اوسېده داسي هنر دئ چي موږ ډېری نه پوهېږو چي څنګه له هغه استفاده وکړو. په نننۍ له اضطراب ډکي دنیا کي، خوشحاله ژوند کول کېدای سي ستونزمن او عجیب کار اوسي. اوسنی ټکنالوژیکي پرمختګ، ځیني وختونه دومره چټک وي چي له هغه وروسته پاته کېږو او دا نننۍ چټکه نړۍ ددې سبب سوې ده چي موږ ډېری د سکون خوږ خوند تجربه نه کړو.

د ارواپوهانو په باور، دا زموږ د ژوند سبک او باورونه دي چي خوشحاله او له سټریسه خلاص ژوند رامنځ ته کوي؛ یعني ځیني وختونه یوازي کافی وي چي زموږ د ژوند سبک تغیر سي. د سکون حاصلولو له پاره د نړۍ تغیرولو ته اړتیا نه وي. ځیني وختونه په ښکاره ځیني کوچني تغیرات، په ځان پسي خواږه تصادمات لري. لکه:

۱ـ په دې مورد چي چشي تاسي خوشحالوي، په دقت سره فکر وکړئ: په دې لویه نړۍ کي داسي څه حتمن سته چي زموږ د خوشحالۍ تومنه ګرځي. یوازي دومره دئ چي موږ هغو ته په دقت سره فکر وکړو او هغو ته په رسېدو کي پلان جوړونه وکړو. دې اهدافو ته رسېدل په تاسي کي ښه احساس در ولاړوي.

۲ـ له مثبت فکرو او خوشحالو کسانو سره راشه درشه وکړئ: حتمن تاسي هم دا متل اورېدلی دئ چي وايي: چي اوسې په خوی به د هغو سې. دا ټکی مو باید په یاد وي چي ښه او بد حالات ستاسي شاوخوا ته هم سرایت کوي؛ که له داسي کسانو سره چي همېشه ګیلې مانې کوي راشه درشه کوئ، ښه حال ستاسو انتظار کوي. نو له همدې لحظې څخه کوښښ وکړئ چي له مثبت فکرو کسانو سره و اوسېږئ چي د هغوی خوښي او خوشحالي تاسي ته هم سرایت وکړي.

۳ـ هره ورځ د ځان له پاره وخت وقف کړئ: ځیني وختونه کارونه چي په ښکاره کوچني او بې ارزښته معلومېږي؛ لکه پلی تګ، په تودو اوبو ځان چاپي کول، له يوه دوست سره خبري او…، کولای سي چي زموږ حال بهتره کړي. زموږ پر خوشحالۍ باندي په ظاهره ددې کوچنیو کارونو اغېز خورا فوق العاده دئ. ددې کوچنیو کارونو لیست چمتو کړئ او کوښښ وکړئ چي هره ورځ لږترلږه یو له هغو څخه اجراء کړئ.

۴ـ سالم عقل په سالم بدن کي دئ: ورزش او سالمه تغذیه د خوشحالۍ له خورا مهم ترینو لاملونو څخه دي؛ چي څومره مو وس کېږي له فاسټ فوډ خوراکونو پرهېز وکړئ او کوښښ وکړئ چي حتمن په خپل ورځني پلان کي ورزش ته ځای ورکړئ.

۵ـ خوشبین اوسئ: مه پرېږدئ چي ناراحتي او منفي احساسات ستاسي ژوند ته داخل سي. دا ومنئ چي مشکلات هم زموږ د ژوند يوه برخه دي او موږ په سختیو کي جوړېږو او وده کوو؛ هرکله چي د مشکلاتو سره مخامخېږئ د ځانو سره وواياست: دا ورځي تېرېږي او همدارنګه له مثبتو جملو څخه لکه: پياوړی اوسه، حتمن کولای سې چي حل ئې کړې او… کار واخلئ.

له نورو څخه ناراحته کېده، زموږ پر اوږو باندي یو دروند بار دئ او تر هغو چي مو تېرېدل یا عفوه کول امتحان کړي نه وي او نور مو د زړه له کومي بخښلي نه وي، دا دروند بار به هیڅکله له اوږو کښته نه سي او هرځای بې له ځانه سره وړو. بخښل او تېرېدل د ویني د فشار او زړه ضربان د کمېدو سبب کېږي او تاسي ته په سکون او آرامښت درکولو کي زیاته مرسته کوي.

۶ـ خپله د ځان سات تېر کړئ: د څېړنو له مخي، هغه افراد چي د خپل ژوند له پاره پلان لري او هره ورځ د کولو له پاره یو څه لري، د نورو کسانو په پرتله خوشحاله ژوند لري. کوښښ وکړئ چي د ځان له پاره پلان او پروګرام ولرئ او له هغه خوند واخلئ؛ يو نوی کار، په مختلفو ډلو کي غړی کېدل، بېلابېلو مهارتونو زده کول او… کولای سي چي ستاسي ذهن را ایساروي او ستاسي د خوشحالۍ او سکون سبب کېږي.

۷ـ په خیریه کارونو کي برخه واخلئ: د نورو سره مرسته کول او د هغوی له پاره د سکون او آرامښت وسیله ګرځېدل، زموږ پر سکون او آرامښت مستقیم او خورا فوق العاده اغېز لري. له نورو سره د خوشحالۍ وېشل، د خوشحالۍ خوند زیاتوي او اوږدوي. مهمه دا نه ده چي موږ څنګه له نورو سره مرسته کوو؛ ځیني وختونه یوازي یوه صمیمانه خواخوږي، سکون بخښوونکي کلمات او… په نورو کي د خوشحالۍ او سکون او په پسې زموږ په وجود کي سبب ګرځي.

۸ـ عفوه او تېرېده امتحان کړئ: له نورو څخه ناراحته کېده، زموږ پر اوږو باندي یو دروند بار دئ او تر هغو چي مو تېرېدل یا عفوه کول امتحان کړي نه وي او نور مو د زړه له کومي بخښلي نه وي، دا دروند بار به هیڅکله له اوږو کښته نه سي او هرځای بې له ځانه سره وړو. بخښل او تېرېدل د ویني د فشار او زړه ضربان د کمېدو سبب کېږي او تاسي ته په سکون او آرامښت درکولو کي زیاته مرسته کوي.

۹ـ د پياوړي ټولنیز ملاتړ سیسټم ولرئ: ښه کورنۍ او دوستان له هغو عواملو څخه دي چي زموږ په خوشحاله کولو او سکون راکولو کي خورا زیات کومک کوي. له دې څخه ډاډمنتوب چي په سختو حالاتو کي داسي افراد سته چي زموږ سره به مرسته کوي او زموږ حال ورته مهم دئ او کولای سو چي له هغو څخه د مرستي غوښتنه وکړو، زموږ په سکون او ارامښت کي خورا زیات تاثیر لري.

۱۰ـ خپل ارتباطي مهارتونه زیات کړئ: د موثر ارتباط، مسلې د حل، سټریس قابو کولو، نه ويل او… وړتیا د هغو مهمو ارتباطي مهارتونو له جملې څخه دي چي په راتلونکي کي د مشکلاتو د راڅرګندېدو څخه د مخنیوي، او موږ ته د خوشحالۍ او سکون راکولو په برخه کي خورا زیاته مرسته کوي.

۱۱ـ مه هېروئ چي د مشکلاتو په وړاندي ستاسي انګېرل تر خودِ مشکله زیات مهم دي: مشکل ته د ودي او پرمختګ له پاره د يوه فرصت په توګه وګورئ. ډېری مشکلات، په پیل کي لوی او زموږ له پاره نوی ژوند وي. کافي دي چي په هر مشکل کي پټه نقطه پیداکړو او دا نو بیا هغه وخت دئ چي مشکلات په خوږو بدلېږي.

۱۲ـ په حال کي و اوسېږئ: په حال کي و اوسېږئ او له هغه خوند واخلئ. پر تېر باندي آفسوس او د راتلونکي خوبونه ليدل، یوازي زموږ څخه زموږ حال اخلي. په حال کي له خپلو ټولو شتو څخه خوند واخلئ. دا مه هېروئ چي زموږ حال یوازي هغه څه دي چي د کنټرول وړ دي او ښه حال روښانه راتلونکی په ځان پسي لري.

اوس نو انتخاب ستاسو دئ چي له نن څخه وروسته څنګه ژوند کوئ؛ په خوشحالۍ او خوښۍ او که یا په ناراحتۍ او خپګان سره – انتخاب ستاسو دئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي