هغه لارې چارې چې پرې ورځنۍ اندیښنې کمې او خوښۍ زیاتولی شو

لیکنه: ډیل کارنګي
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
 له دغو ټکو د ګټې اخیستنې له لارې موږ کولای شو خپل ډیری ورځینۍ اندیښنې کمې او پرځای یې خپلو خوښیو کې زیاتوالی راولو:
۱.       یوازې د نن ورځ لپاره به خوښ واوسم. خوښي له باندینیو فکتورونو څخه نه پیدا کیږي، بلکې زېږنده یې خپله انسان دی چې احساس یې په خپل وجود کې پیدا کوي.
۲.       یوازې د نن ورځ لپاره به هڅه وکړم، څو ځان له ټولنې سره برابر کړم، نه دا چې ټولنه له ځان سره برابره کړم. خپل کورنۍ، دنده او چارچاپېر کسان څرنګه چې دي، هماغه ډول به یې ومنم او خپل ځان به ورسره برابر کړم.
۳.       یوازې د نن ورځ لپاره به له خپل وجود څخه پالنه وکړم، څو وشي کولی په پوره سلامتۍ سره کار وکړي.
۴.       یوازې د نن ورځ لپاره به هڅه وکړم خپل ذهن پیاوړی کړم. یو نوی شی به زده کړم او ذهن به وزګار پرې نږدم. داسې څه به مطالعه کړم چې په درد مې وخوري او د هڅې وړتیا ولري.
۵.       یوازې د نن ورځ لپاره به خپل روح په دوه ډوله ارامه کړم: ۱. پرته له دې چې بل څوک پوه شي، له یوه کس سره به ښېګڼه وکړم ۲. لږ تر لږه هغه دوه کارونه به ترسره کړم چې ترسره کول یې راته ستونزمن بریښي.
۶.       یوازې د نن ورځ لپاره به ښایسته جامې واغوندم، ښه چلن وکړم، ورو ورو به وغږېږم، ملګري به وهڅوم، نیوکه به ونکړم او په وګړو کې به د بدلون راوستلو هڅه ونکړم.
۷.       یوازې د نن ورځ لپاره به هڅه وکړم چې نن ورځ ژوند وکړم او ستونزې به په یو ځلي حل نکړم.
۸.       یوازې د نن ورځ لپاره به مهال ویش ولرم او هغه کارونه چې غواړم ترسره یې کړم، مشخص به یې کړم. که ترسره یې هم نکړای شم، نو دوه ټکي به له خپل ذهن څخه لرې کړم، چې هغه بیړه او په ځان شک دی.
۹.       یوازې د نن ورځ لپاره به خپل ارامتیا ته نیم ساعت وخت ورکړم؛ په دغه نیم ساعت کې به د خدای ج خِلقت ته فکر وکړم، ترڅو پوه شم چې زه ولې دې نړۍ ته راغلی یم، څه باید وکړم او چېرې روان یم؟
۱۰.     یوازې د نن ورځ لپاره به پر هغو څېزونو شکر وباسم، چې خدای ج راکړي دي.
۱۱.     یوازې د نن ورځ لپاره به په دې باور ولرم، هغوی سره چې زه مینه لرم، له ما سره هم مینه لري.
۱۲.     یوازې د نن ورځ لپاره به یوازې خپل نعمتونه وشمیرم، نه خپل ستونزې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

لیکوال: مهر تاج - برخه : ځوانان او زده کړې

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په ... نور ولولئ