فبروري 28, 2021

يوازې خپله ځان خوښ ساتلی شئ

ليکنه: نرګس نظري
ژباړه: محمد عزيز پردېس
په زړه پورې او ښه رنګ لباس واغوندئ، د خوب لپاره ترټولو غوره وخت د شپې ۱۰ څخه نيولې تر سهار ۴ بجې دي، حتی که د شپې ناوخته هم ويده شوئ؛ نو هڅه وکړئ چې سهار وختي ويښ شئ.
په باران کې قدم ووهه، له لمدېدو څخه مه وېرېږه!
د سهار لخوا ترټولو غوره خواړه او څښاک اوبه او تازه ميوه ده.
هڅه وکړه چې ډوډۍ له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره يوځای نوش جان کړې.
هغه څه دې چې خوښېږي او مينه ورسره لرې، وايې واوره.
موبايل دې پورته کړه او خپل يو پخواني ملګري ته دې زنګ ووهه.
هېڅکله مطالعه مه هېروه!
کلپ ته لاړ شه او ورزش وکړه، کوم ورزش دې چې خوښېږي؛ همغه ترسره کړه.
خپل ملګري / ملګرې ته دې د خوښې وړ ډالۍ واخله.
مخکې له دې چې ويده شې، ورځيني کارونه دې مرور او بياځلې ورته کتنه وکړه.
دا ټول ما وليکل او تا ولوستل
يوازې غواړم يو څه درته ووايم ګرانه لوستونکيه: هر چېرته چې خوښ وې، همالته ژوند اختيار کړه، دوه ورځې ژوند دی، په خوښۍ او نېکۍ يې تېر کړه!
پرېږده چې هرڅوک ستا په اړه هرڅه فکر کوي، ودې کړي؛ ته د دې مکلفيت لرې چې ښه ژوند وکړې، خوښ واوسې او پر شونډو موسکا ولرې.