ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

چیرته مه ځئ، خوشحالي مو بدن کې ده؛ دا هورمونونه خوښي درکوي

لیکنه: شپنه سلګۍ
ژباړه:شپنه سلګۍ

اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.

اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولی شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او په دې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي.

ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.

سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نه لري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ.

د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو درد ضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو په واسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو په دې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.

له لویه سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په درون کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ