مارچ 3, 2021

شپږ ساده لارې چې ژوند کې مو سوله او خوښي رامنځ ته کولی شي

ژباړه: روح الله امن
ایا تاسو غواړئ د خوښۍ او سولې څخه ډک ژوند وکړئ؟ زه ډاډه یم چې تاسو یې کوئ.
تاسو شاید فکر وکړئ چې دا سخت او ناممکن دی، او دا چې د خوښۍ او سولې ژوند ځانګړي شرایطو ته اړتیا لري.
نه دا داسې نده، هره ورځ مناسب وخت دی.
خپل ژوند ته د خوښۍ او سولې راوستلو لپاره تاسو باید عمل وکړئ، او یوازې د خوبونو په لیدلو نه کیږي.
تاسو اړ یې چې ددې لپاره یو څه داخلي بدلونونه رامینځ ته کړئ او له خپل ژوند څخه منفي اغیزې لرې کړئ.
خوښۍ او سوله په شتمنیو او شرایطو پورې اړه نه لري!
مادي شتمني، پیسې او شهرت ممکن لنډمهاله خوښي او داخلي سوله درکړي ، مګر ریښتیني خوښۍ او داخلي سوله ستاسو په په ذهن کې دننه راځي.
دا ستاسو په ملکیت، وضعیت یا شرایطو پورې اړه نه لري. خوښي او سوله د هغه ساده شیانو له لارې هم رامنځ ته کیږي چې تاسو یې خوښوئ ، لکه د یو ښه کتاب لوستل، د هغه ملګرو سره چې تاسو مینه لرئ، سفر کول یا یو شوق او علاقه.
کله چې تاسو دا کوچني او ساده شیان ترسره کوئ کومو سره چې مینه لرئ، نو هره ورځ له ډیرو سوله ایزو او خوښو شیبو سره مخ کیدی شي.
د ژوند په هکله مثبت چلند غوره کړئ!
د ستونزې د هواري په په اړه فکر وکړئ، نه خپله د ستونزې په اړه. تاسو کولی شئ ستونزې وګورئ، او تاسو کولی شئ د حلولو لپاره يې لارې وټاکئ. تاسو کولی شئ د ناکامۍ هیله وکړئ، او تاسو کولی شئ د بریا هیله او تمه وکړئ.
تیر هیر کړئ او په اوسني وخت تمرکز وکړئ. مثبت چلند تاسو ته د اسانۍ، خوښۍ او ارامۍ احساس درکوي.
مه پرېږدئ چې ویره مو ذهن واړوي!
ایا تاسو ویره لرئ چې شاید تاسو دنده ونه مومئ، یا دنده مو له لاسه ورکړئ؟ ایا تاسو اندیښنه لرئ چې ممکن تاسو د کرایې ورکولو لپاره پیسې ونه لرئ؟ اندیښنه لرئ چې تاسو ممکن د هغه چا زړه ونه ګټئ چې تاسو یې خوښوئ؟
ویره او اندیښنه د فشار او ناخوالۍ لامل کیږي.تر دې چې که ستاسو ویره او اندیښنې ریښتینې وي، نو تاسو به د سولې او خوښۍ له نشتوالي پرته بل هیڅ هم ترلاسه نه کړئ. اجازه مه ورکوئ چې منفي فکرونه ستاسو په ذهن واکمن شي، له هغه څه چې تاسو ویره لرئ ممکن پیښ نه شي، او که دا پیښ شي ، د هغې په اړه له اوس څخه اندیښنه به تاسو ته هیڅ ګټه ونه کړي.
یوازې مثبت فکر کول او مثبت عمل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي، او ان له راتلونکو ريښتینو خطرونو مو وژغوري.
هر څه ته سينه لويه کړئ!
غیر فعال مه اوسئ، فعال اوسئ . د یو فعال کس په توګه له خپلو ښو کړونو او په وړاندې یې له ننګونو مه ویریږئ.
دلته باید یو څه وي چې تاسو يې تل غواړئ ، مګر د دې لپاره هیڅ پیسې یا وخت نلرئ؟ ایا تاسو غواړئ یو څه وکړئ، مګر د دې ترسره کولو جرات نه لرئ؟
اوس د بدلون لپاره وخت دی. کله چې تاسو هغه څه وکړئ چې تاسو ورسره مینه لرئ ، خوښي او سوله ستاسو ژوند ډکوي.
هغه څه بدل کړئ چې ستاسو خوښ نه دي او یا بې ګټي دي!
په هوښیاري سره پریکړه وکړئ هغه شیان بدل کړئ چې تاسو یې نه خوښوئ یا تاسو ته ګټه نه لري. تاسو ممکن د دې توان ونه لرئ چې هرڅه بدل کړئ ، لاهم ، ډیری شیان شتون لري چې تاسو کولی شئ په خپل وخت او ژوند کې یې بدل کړئ.
ایا تاسو غواړئ یو ځانګړي هیواد ته سفر وکړئ؟
ایا تاسو په اوسنۍ دنده کې د پاتې کیدو احساس کوئ او یا هیله لرئ چې دا بدله کړئ؟ ایا ستاسو په ذهن کې ستونزې شته؟
ستاسو د خپل ژوند د پرمختګ په هدف یوه پروژه واخلئ ، په اړه یې فکر وکړئ ، پلانونه جوړ کړئ ، او په هغې کار پیل کړئ او هر کله چې تاسو هغه بدلون رامینځزته کړئ چې تاسو یې غواړئ ، نو تاسو به خوشحاله او ډیر مطمین اوسئ.
له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ!
یو وخت مو له خپلې کورنۍ سره هم اوسئ ،مور پلار او خويندو ورونو سره خبرې وکړئ، لوبې ورسره وکړئ او ساتیري ولرئ. کله کله په شریکه کینئ، ګډ خواړه وخورئ مختلفو موضوع ګانو باندې وغږيږئ، رخصتي یا د دوی سره سفر کولو لپاره وخت ومومئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ