ژباړه: نور احمد فضلي
– د یوه بل بل راڼه سهار له پاره راکښېنستل نعمت دی. دې ته په کمه سترګه مه ګورئ. په قدر یې پوه سئ او خوشحاله اوسئ له دې څخه ژوندي یاست!
– مهمه نه ده چي څنګه احساس لرئ، ولاړ سئ، ښایستې جامې واغوندئ، ځان راڅرګند کړئ او هیڅکله مه تسلیمېږئ!
– د بیاځلي پیل څخه مه بېرېږئ. ځکه نوی او تازه فرصت دی د هغه څه د بیاځلي جوړولو له پاره چي تاسي یې غواړئ.
– د عمر زاړه دور ته رسېدل ددې سبب نه کېږي چي تفرېح و نه کړئ، تفرېح نه کول ددې سبب کېږي چي زاړه سئ.
– سر مو هسک او اوچت وساتئ دا مو په ژوند کښي د کامیابۍ شِفر دی.
– د ایمان او عقیدې ستر امتحان هغه وخت دی چي کله غواړئ یو څه په لاس راوړئ او هغه و نه سي، پر دغه وخت و کولای سئ ووایاست: الهي شکر!
– الله ج هیڅ قلف له کیلۍ پرته نه پیداکوي او هیڅکله پر تا باندي ستونزي د هغوی د حللارو پرته نه راولي. پر الله ج باندي ایمان او باور ولرئ.
– د هغو دوستان قدر او عزت وکړئ چي اوس مو په ژوند کښي دي ځکه هیڅکله نه پوهېږئ چي تر کومه به مو په ژوند کښي وي.
– که دوه نفره په خپلو کښي سره خوشحاله وي؛ پر خپل حال یې پرېږدئ.
پاکستان: طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسېدو خوبونه نه ګوري
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره موافق نه دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ... نور ولولئ