مارچ 7, 2021

د هاليووډ مشهور لوبغاړی ټام او ميرمن يې لاهم ژوندي دي

Advertisements

ليکنه: مدثر دعوت
د هاليووډ سينما مشهور لوبغاړی ټام هانکس او ميرمن يې ريتا ويلسن چي په کرونا ويروس اخته سوي وه د ښه توب احساس کوي.
ټام هانکس پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي چي دی او ميرمن يې د اسټراليا په يو روغتون کي قرنطين وه خو اوس داسي احساس کوي چي جوړ سوي دي.
هانکس ليکي موږ د روغتون څخه تر رخصتيدو وروسته په کور کي ځان قرنطين کړ او تر هغې وروسته چي دوې اونۍ وړاندي موږ په کرونا اخته سوي وو اوس داسي احساسوو چي جوړ سوي يوو.

د اوسکار جايزې ګټونکي ۶۳ کلن ټام خلکو ته سپارښتنه کړې چي د د نورو افرادو سره واټن ونيسي تر څو د کرونا يا کويډ۱۹ د خپريدو مخنيوی وسي.
نوموړي ويلي موږ عقل لرو او د اوس لپاره اړتيا ده چي د خلکو سره مرسته وکړو او د کرونا د مرګوني ويروس مخنيوی وسي.
هانکس او سندرغاړې ميرمن يې ريتا دوې اونۍ وړاندي د فلم د شوټينګ پرمهال د کرونا ويروس لپاره ازموينه ورکړې وه چي پايله يې مثبت وه.
په نړيواله کچه په کرونا ويروس باندي ۳۳۵۹۹۷ کسان اخته سوي چي له جملې يې ۱۴۶۴۱ کسان مړه سوي او لاهم دا شميره په لوړيدو ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ