بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ مخکښان

هغه هندي لوبغاړي چې د کرکټ لپاره یې زده‌کړې قرباني کړې

لیکنه: سمیع الله درانی

خلک هڅه کوي چې اولادونه یې تعلیم وکړي، خو ځینو کسانو بیا زده‌کړې د کرکټ لپاره قرباني کړې، خو په کرکټ کې لکه ستوري ځلېدلي دي.

هارډېک پانډیا

د هندوستان کرکټ لوبډلې پیاوړی الراونډر دی، ده د ښوونځي په نهم ټولګي کې زده‌کړې پرېښودې او  کرکټ ته یې مخه کړه.

نوموړي د ښوونځي د فیس نه لرلو له امله ښوونځی پرېښود.

۲۰۱۵م کې یې د بخت ستوري کار وکړ او د هندوستان ملي لوبډله کې ولوبېد او خورا ښه وځلېد.

ظهیرخان

ظهیرخان د هندوستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی و، ده له ښوونځي وروسته د انجینرۍ پوهنځي داخله وکړه، خو ډېر ژر یې د ممبیی ۱۹ کلنو لوبډله کې داخله وکړه.

تعلیم یې پرېښود او کرکټ کې اتل شو.

ایم ایس ډوني

که څه هم ډوني ۲۰۰۴م کې د هند لوبډلې ته راغلی، خو ۲۰۱۰ کې یې لوړې زده کړې پرېښودې او کرکټ کې لوبېدو ته لا زور ورکړ.

کپیل ډیو

کپیل ډیف په ۱۹۷۸م کې د هندوستان لوبډلې ته راغی او ۱۹۸۳م کې یې په خپله لوبډلمشرۍ کې نړیوال ۵۰ اوریز جام وګاټه.

ده هم له ۱۶ کلنۍ وړاندې تعلیم د کرکټ لپاره پرېښود.

راهول ډراوېډ

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکی و.

د دولسم تر فراغت وروسته یې اقتصاد پوهنځي کې داخله وکړه؛ خو ډېر ژر یې کرکټ ته لا وخت ورکړ او لوړې زده کړې ترې پاتې شوې.

سچېن ټېنډولکر

ټېنډولکر کوچنی و، چې له وسیم اکرم او سر. وي . وي ریچارډ څخه متاثره و.

دی ۱۵ کلنۍ کې لوبډله کې شامل شو او د کرکټ بګوان ترې هندوستان کې جوړ شو.

ده هم په کوچنیتوب کې ښوونځی پرېښود او کرکټ یې وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ