Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د همزولو ودونه؛ څومره مناسب او څومره نامناسب دي؟

لیکنه: صادق طارق

د ګډ ژوند په اړه یو بحث دی، چې همزولي یو بل سره ودونه وکړي کنه؟

دا بحث په افغانستان کې د ډېر پام وړ ځکه دی، چې اکثره ودونه پکې د ځوانانو/ پېغلو په خوښه نه دي.

دغه وضعیت سبب کیږي، چې د تحمیلي جوړو اړیکې څنګه چې لازمې دي، هغسې نه وي او ستونزې یې زیاتې وي.

په بدو کې د کم عمرو نجونو ورکړه، ځوانانو ته د لوړ عمرو نجونو یا کونډو ودول او نور د دې برخې له عمده ستونزو دي، چې افغانې جوړې ورسره زیاتې لاس و ګرېوان دي.

سراسري ستونزه

دا ستونزه یوازې تر افغانستان پورې محدوده نه ده؛ نوره نړۍ هم په دې برخه کې عجیب و غریب تعاملات لري.

تاسې به لیدلي وي، چې په نورو هېوادونو کې پخپله خوښه یو کم عمره ځوان له یوې زیاتې عمر خوړلې ښځې او یا یوه کم عمره نجلۍ له زیات عمر خوړلي نارینه سره واده کوي.

پخوا تر ډېره پردې ټینګار و، چې مېرمنه حد اقل درې ـ څلور کاله باید د ژوند ملګري نه کشره وه.

خو په وروستیو کې دا بحث کمرنګه شوی او خلک له خپلو همزولو سره هم ودونه کوي.

دا کار څومره مناسب او څومره نامناسب دی؟

په دې مطلب کې همدې ته کتنه کوو.

پېچلې موضوع

دا یوه پېچلې موضوع ده، چې د همزولو ترمنځ ودونه مثبت که منفي دي.

په ټوله کې ټینګار دا دی، چې نارینه باید مېرمنې نه مشر وي او مېرمنه ورنه څو کاله کشره اوسي.

د سني توپیر په اړه ویل شوي، چې لږ ترلږه باید له درېیو څخه تر پینځو کلونو پورې وي.

له دې سره د ګډ ژوند متخصصین او طب دا ټینګار هم کوي، چې سني توپير نه باید له پينځو کلونو څخه زیات وي.

د څېړنو له مخې هغه جوړې، چې عمرونه یې تر لسو کلونو فرق سره لري، ګډ ژوند یې ګڼې ستونزې او ننګونې لري.

البته دا ټولې سپارښتنې او فرضیې اټکلي دي او حتمي نه ده، چې سل په سلو کې دې همدا سپارښتنې عملي شي.

یوه بله شننه

یوه بله شننه ښيي، چې د همزولو ودونه تر ډېره هغه وخت ښه نتیجه نه ورکوي، چې په منځني عمر کې وشي.

یانې نه هلک زیات ځوان وي او نه د نجلۍ عمر واده ته جوړ وي.

په دې مانا، چې دواړه که له دېرش کلنۍ څخه په پورته عمر کې او سره همزولي وي، ګډ ژوند یې زیاته ښه نتیجه نه لري.

څو سپارښتنې

ـ نه له ځان نه مشرې، نه زیاتې کشرې سره د واده او ګډ ژوند نیت وکړئ.

ـ که په تانده ځوانۍ کې یاست او همزولې سره واده کوئ، دومره فرق نه کوي، اندیښنه مه ورته لرئ.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق