ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د مینې نفسیات

لیکنه: مصطفی سالک

ما شاوخوا ۱۵ کلونه مخکې پر دې اړه یوه بله مقاله هم لیکلی خو هغه د یوه بل کتاب برخه ده دلته یوازې د حمزه بابا یو شمیر هغه شعرونه تر خپله وسه راسپړم چې دغه ارزښت په کې راغلی، ځکه که شعرونه تجزیه نه کړو پر دې مضمون پوهیدل به یو څه ستونزمن وي.

مینه خپل نفسیات لري ، او دا نفسیات بیا دوه برخې لري یوه برخه نړیواله وي ځکه چې ټول انسانانان په یوه نه یوه ډول دا تجربه کوي نو ښايي فراق او وصال یې هم ورته والی ولري خو دا هم یو حقیقت دی، چې مینه هر چرته د ټولنې د کړو وړو جامې اغوندي، یانې په پښتنو کې مینه د نورو ټولنو په څیر نه کیږي،په نوره نړۍ کې مینه پټه نه کیږي دلته پټه کیږي بل ځای د ورځې له خوا ډیر ګوري دلته د شپې ګوري، دلته وصال خو پریږده په حجاب کې هم معشوقه کتل لویه خبره ده، خو بل ځای ښايي وصال ته رسیدل هم د یوه لنډ تیلفون لګښت وغواړي ،هلته چې کله له معشوقې سره لیدل وغواړې لیدې لیدی یې شې دلته به دواړه له سپوږمۍ سره راز ونیاز کوي بلا ډیر فرقونه دی چې ستاسو ذهن هم راتلی شي اردو ژبو د خپلې مینې نفسیات په ډیر بریالیتوب سره بیان کړي بلکه په اردو ادب کې خو دغه راز نفسیات له شاعرۍ سره هم مانا خبره ده، زموږ یو شمیر مشرانو شاعران په درجو ویشلي وو که د لږ ساعت لپاره دا ویش ومنو نو درته ویلی شم چې د اردو ژبې ددریمې ژبې شاعران هم نفسیاتي شاعري کوي خو په پښتو ادب کې حمزه بابا لومړی شاعر و چې دې برخې ته یې پام وکړ، ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل به ویل چې د حمزه ښه شاعري همدغه ده ده،او که رښتیا ووایو تر حمزه وروسته به هم د یو نیم پښتون شاعر پام دې ته اوښتې وي چې د شاعرۍ دا عظمیه سرچینه د تخیل د چینې تر غاړې شته او باید راوسپړل شي،راځئ د حمزه بابا ددیوان څو پاڼې ددغه راز رواني تجربو پسې ولټوو.

نن یې د هو او نا جواب رانکړ
خدایګو خبره مې منلې ښکاري

اوس په نوره نړۍ کې دا خبره نه ده چې ته دې څه ووایې هغه دې بې ځوابه پاتې شي او بیا دې تا هیله من کړي، هلته خاموشي دا مانا لري چې دا خبره یې یا وانه وریده یا یې ارزښت ورنه کړ، خو دلته خاموشي منښته ده،دا ښايي مذهبي رنګ هم لري،خو دا مانا هم لري چې پښتنې ته اقرار ګران کار دی.
بل شعر کې وايي!
نن مې نظر څه ګستاخي کړې ده
د اننګو نه یې شعلې ووتې

له نظر سره ډیر خلک حساسیت لري خو پښتني ښکلا ته په غور غور کتل ددغه کلچر په رڼا کې رښتیا هم ګستاخي ده، دلته کیسه بل راز ده ،هر وخت یې ورکتل خو له ننیو کتو سره لمبه شوه، چې دا نا اشنا کار وشو ،خامخا به دده ورکتل هم بل راز وو، دا د پښتنو د مینې کیفیت دی چې ښايي د نورو قامونو په ادبیاتو کې ونه کتل شي یا ښايي بل راز وکتل شي.

مخامخ کیدو سره په اننګو کې د حیا سره پیدا کیدل هم د پښتني میني یو رنګ دی،شاعرانه کرکټر هم له دغه چارې سره مخ شوی خو دی ورته وايي چې ستا سینګار نیمګړی و چې زه درمخ شوم ستا حیا بشپړ کړ.
دا بیت هم د لوستو دی:
زه ورته په وږي نظر ګورمه
نن چې ته کچه نه شوې دا څه چل دی

د وږي نظر او کچه کیدو تر منځ ادبي تلازم یې پر خپل ځای خو تاسو پوهیږئ چې پښتنې ته په وږو سترګو وګورې باڼه یې پنجې شې خپله زمرۍ چې له انسانه زړه وباسي، ښايي د لویدیځوال کلتور منډپالې لږ له دغه راز رواني تجربې سره مخامخ شوي وي یا هیڅ مخامخ شوي نه وي خو پښتانه مینان ډیر کله د شرقي حسن دا بې بیلګې ننداره کولی شي.
همدغه رنګ به په یوه بل بیت کې هم وځیرو:
زه یې محفل ته د اغیار په خوله بللی اومه
دا نوی رنګ د انتقام و زما فکر نه و

دلته هم خبره رواني ده، اغیارو ورته ویلي چې محبوب دې بللی یې، مین دې ته نه ګوري چې چا بللی بس ټوله تنده یې داده چې خپل محبوب وګوري،خو وروسته ورته ښکاره شي چې دا خو یو رواني دام و، محبوب کولای شول چې خپله بلنه ورکړي دا کیسه د روان څرګندویه ده ځکه چې د باطن انځور ګري کوي حالات یې داخلي دي، نو له دې مخه ویلی شو چې د حمزه په دې بیت کې د شرق او بیا د پښتنو د مینې نفسیات بیان شوي دي.

دا هم د حسن خاصیت دی چې خوښ دې شو، نیول یې ګران شي مین به څو ځله زارۍ کړې وي چې راشه، خو محبوب نه دی ورغلی دا ځل یې له داسې پیغام سره استوي چې پر عقل نه پر روان اغیز وکړي، ورته وايي په ورتللو ورشه خو دا هم ورته ووایه چې هیڅ یې نه وی دا خبره به محبوب وویروي چې ګواکې په رښتیا خفه شو یا دا چې دده له مینې یې لاس واخست یا بله څه بله خبره ده چې ددغه تغافل سبب ګرځیدلې، درواني پوښتنو دا لړۍ به محبوب مجبوروي چې مین ته ورشي، حمزه بابا همدغه کیسه د لنډ بحر په یوه بیت کې ځای کړې ده.
ورشه خو وایه ورته هیڅ یې نه وی
قاصده ګوره که په دې راشي

په دې شعر کې د بدیع یا بیان کوم پسول نشته خو دا چې یوه رواني تجربه یې تر شا پرته ده یو ښه شعر بلل کیدی شي.
چې ټولنه د پښتنو وي او په محفل کې دې محبوب هم ناست وي، نو زړه به دې څه غواړي بس دغه چې راکتی یې، خو دا پښتانه دي،که محبوب ډیر دروکتل نو خلک به خبر شي کیسې او افسانې به درپورې وتړي رسوا به شې، پر لارو به دې اغزي وکرل شي او محبوب ته به ونه رسیږې او که التفات ورته ونه کړي وسوسې به ورشي، اوس ددې رواني ستونزې حل داسې راوباسي:
راته محفل کې التفات مه کوه
خیر دې که ماته وسوسې راشي

خو په بل ځای کې د همدې رواني تجربې بل اړخ ور اخلي ورته وايي چې د محبت غل پیژندل کیږي او هغه داسې چې په ډک محفل کې خپل محبوب ته نه شي کتی.
غل د محبت غلطیدی نه شي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري

یو بل بیت چې د همدغو رواني حالتونو د ځنځیر کړۍ ده او هغه دا چې نه کتل مین غل کوي نو ورته وايي چې نورو ته ګوري ما مه پریږده ماته هم ګوره چې د مینې راز مو ښکاره نه شي.
نورو ته ګورې ماته هم ګوره
دا نه کتل دې چرته غل نه کړي
بل ځای مین له بلې رواني کشالې سره مخ دی وايي چې درګورم زړه دې بدیږي او چې نه درځم پوښتنه مې کوې.
زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې درنه شم وایې څه شو ،وایه څه شم

مینان لکه صوفیان سره خپلو کې کشف القلوب غوندې لري یو د بل له زړه خبر وي ډیر ځله معشوقه پوهیږي چې مین یې څه غواړي او څه ورته وايي او مین هم پوهیږي چې زما په زړه کې څه خبره ده په هغې مې معشوق پوهیږي نو ورته وايي چې په خبره خو سره پوه یو ووایم که غلی شم او همدغه د پښتنې مینې یوه ځانګړتیا هم ده.
ته خو په دې پوهه یې چې څه به درته وایمه
ستا نه اجازه غواړم چې ووایم که غلی شم

مین له محبوبه خفه شوی غوندې دی، محبوب هم محبوب وي احساس یې کړی دی چې مین خو خفه دی اراده یې کړې چې ماتې ومني خو مین بیا بیرته د خپل معشوق ماته نه شي منلی، مخکې له دې چې معشوق له خپلې مرتبې ښکته راشي،پرې غږ کوي چې پام څه به نه وایې زه پخلا یم دغه رواني تجربه د حمزه بابا په شعر کې وګورئ!
خدای دې نه کا سر د اشنا ښکته شي
پام وه پخلا یم څه به نه وایې

مینه کې جوړه او ورانه ډیره راځې او څومره چې مینه ډیریږي د مینو تر منځ شخړې هم ډیریږي، ځکه چې یو د بل پر وړاندې ډیر حساس ګرځي،او دا جنګونه تر ډیره پر داسې خبرو وي چې بل چاته یې ویلی هم نه شي همدغه یې علت دی چې د مینانو جوړې ډیر ځله پرته له دریمګړي کیږي همدغه حالت په پر شاعرانه کرکټر هم راغلی.
ګوره په خپله به پخلا شو سره
نه دي دا نه دي د جرګو خبرې
د حمزه بابا کمال یو دا هم دی چې په دغه راز ځایونو کې خیال نه دروي یانې ټاکلې خبرې نه کوي، بلکې ستا خیال ته د الوت یوه نوې کړکۍ پرانیزې چې د لوستونکي خیال کوم لوري ته تلل غواړي لاړ شي.
وار مې خطا و چې مې سوال ونه کړ
دا ورارخطا ولې د تا سترګې دي
په یو بل رواني بیت کې هم خبره پټه پرته ده:
یو څو خبرې داسې هم لرمه
چې یې په خوله نه یې په زړه راولم
وايي چې له یوه زړه نه بل ته لاره وي، او چې په یوه زړه کې سپیڅلې مینه وي هغه کشش هم لري چې معشوق د مین په فکر کې وي، خامخا یې مین هم یادوي شاعر هم له خپله محبوبه غواړي چې یاد یې کړي ګنې دده به هم هیر هیر شي، دا رواني ارزښت به د حمزه په بیت کې وځیرو:
ته کله کله خو یادوه مې
ګنې نو ته به هیره قصه شې
خو یوه خبره کوم د حمزه بابا دغه راز تجربې تر ډیره له نظر سره تړلي او ډیر وسعت نه لري د پښتنو مینه خو وي د سترګو تر کچې.
درنښت

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل