افغانستان سرسکالو سیاست

همایون همایون: ظاهر قدیر د خپلې شتمنۍ په اړه دروغ ویلي

لیکنه: بشر درویش

د ولسي جرګې پخوانی غړی او لومړی مرستیال همایون همایون، چې له مشهورو لانجمنو افغان سیاستوالو دی، تېره اونۍ د یک تلویزون د کاکتوس خپرونې مېلمه و.

همایون په دې خپرونه کې مختلفې جالبې خبرې لرلې، چې مهم ټکي به یې دلته د یاران درنو لوستونکو سره شریک شي.

همایون څوک دی؟

همایون همایون اصلاً د خوست ولایت اوسیدونکی دی. هغه ۴۴ کاله مخکې په کابل کې زیږیدلی او تر ۱۵ کلنۍ یې دلته ژوند کړی.

د همایون پلار د پوځ افسر و. دی له ۱۵ کلنۍ څخه وروسته روسیې ته تلی او خپلې زده کړې یې هلته کړي.

همایون له زیاتو جزیاتو پرته وایي، چې ۲۲ کاله یې له هېواده بهر تېر کړي.

دی هېواد ته له راستنیدو وروسته د خپلو بوختیاوو او هم یې دقیق وخت په اړه څه ونه ویل.

د همایون په خبره پر پښتو او دري سربېره پر روسي، انګلیسي او یوه ځایه پورې په کردي او عربي ژبو غږیدای شي.

د واده ضدو نقیضې خبرې

همایون په دغه مرکه کې وویل: ۱۲ کاله کیږي، چې واده مې کړی او ۱۰ ماشومان لرم.

له دې سره یې وویل: مشر زوی مې ۱۳ کلن دی او درس وایي.

د همایون پر دې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې ټوکې وشوې او خلکو د پوښتنې وړ وباله.

همایون د کابل په مکرویانو کې ژوند کوي او په خبره یې خوشاله دی.

پر ټاکنو بې باوري

همایون په دې مرکه کې افغانستان اشغال شوی وباله او ټینګار یې وکړ، چې دلته ټاکنې کول یوه ډرامه ده.

له دې سره یې ومنله، چې په پارلماني ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده.

د همایون په خبره د افغانستان امنیتي چارواکي او ان ولسمشر هیڅکله نه پوهیږي، چې ۲۴ ساعته وروسته به یې په هیڅ کې څه پېښ شي.

د خپلې ډلې دفاع

همایون په دې مرکه کې د خپلو ملګرو په اړه هم خبرې وکړې.

ظاهر قدیر، لالی حمیدزی او یو شمېر نور په تېره پارلماني دوره کې د ده تر ټولو نیږدې ملګري وو.

همایون د هغوی د کارونو دفاع وکړه او ویې ویل: له حکومت سره مخالفت پارلمان ته زموږ د ډلې د بیا راتګ د مخنیوي لوی عامل و.

یو ګل په ۱۲۰ زره افغانۍ

همایون د جرګې د لومړۍ مرستیالۍ په اړه یې هم وپوښتل شو، چې د جرګې ریس یې هغه مهال لوی څارنوالۍ ته معرفي کړی و.

ده وویل: زما هدف دا نه و،چې ریس باید حتماً معرفي شي، ریس د دارالانشا د ریس ملاتړ کاوه او د هغه د جرمي شریک په توګه مو څارنوالۍ ته معرفي کړ.

همایون ادعا وکړه، چې د جرګې د دارالانشا ریس خدای نظر نصرت یو ګل ان په ۱۲۰ زره افغانۍ په مالي حسابونو کې ثبت کړی او پیسې یې پرې ویستې وې.

د اشخاصو په اړه خبرې

همایون ته ځینې عکسونه وښودل شول او په اړه یې د ده نظر وپوښتل شو.

ده د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اړه وویل: کرزي ته خاص احترام لرم، د هغه سیاسي لاره تعقیبوم.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په اړه یې وویل، چې د تنظیمي جګړو پر وخت یې ورڅخه بد راتلل، خو اوس ورته درناوی لري او د یوه عالم مشر په سترګه ګوري.

د ډاکټر نجیب په اړه یې هم مثبت نظر ورکړ او په ښو ټکیو یې یاد کړ.

همایون همایون په ټوله کې په دې مرکه کې د پخوا په شان ډېر توند نه معلومیده.

ان مخکینۍ ناندرۍ یې په یو ډول هڅه کوله، چې بیرته ورغوي او خپل مخالفین بیرته پخلا کړي.

هغه د خپلې شتمنۍ په اړه وویل، چې کچه یې یو میلیون ډالر ته هم نه رسیږي.

همایون د خپل نیږدې ملګري ظاهر قدیر د هغې ادعا په اړه چې خپله شتمني یې له تصوره لوړ ګڼلی و، وویل: هغه دروغ وایي، شتمن نه دی.

همایون وویل: په تېرو ټاکنو کې مې د ډاکټر عبدالله ملاتړ کړی و، خو رایه مې یوه نوماند ته هم نه ده ورکړې.

هغه همدا شان ادعا وکړه، چې له ټاکنو وروسته د دولت جوړونکي ټیم له لورې ورته د رشوت اخیستو وړاندیز وشو، څو د دغه ټیم پر وړاندې له مخالفته لاس په سرشي.

د ده په وینا دا رشوت یې رد کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي