د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې راشدخان او محمدنبي د کرکټ د نړۍ دوه غوره لوبغاړي کولی شي، چې افغان لوبډله له ماتو وژغوري او مناسبې لوبې به وکړي.
د کرکټ نړیواله شورا په داسې حال کې د محمدنبي او راشدخان د غوره لوبې خبره کوي، چې د اپریل په ۲۲ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان یې د الراونډرانو په لېست کې شامل کړي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د کابل دوه کرکټ ټولچاري، افغان لوبډله د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې ځلولای شي.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان اوسمهال د اې پي ایل په سیالیوکې بوخت دي، دوی د ۲۰۱۸ کال له پیل څخه تر اوسه پورې دولس میاشتې نه دي وزګار شوي او ټول کال یې په کرکټ کې تېر شو.
دا دوه افغان کرکټ ستوري د نړۍ په لسو لیګونو کې خورا بوخت لوبغاړي دي او د بوختو لوبغاړو په توګه یې سلنه د نړۍ په کچه ډېره لوړه ده، دوی په هر لیګ کې په خورا دلچسپۍ سره اخېستل کېږي.
د کرکټ نړیواله شورا په خپله مقاله کې لیکي، د دوو سپېن بالرانو اټېک افغانستان کال وړاندې نړیوال جام ته ورداخل کړ او اتلس کلن مجیب بیا له دوی سره بل ملاتړی سپېن بالر دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د بالرانو په برخه کې د محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران رول خورا رغوونکی بللی دی؛ خو د دوی ترڅنګ یې د حمید حسن او ګلبدین نایب خبره هم نه ده هېره کړې.
حمیدحسن او ګلبدین نایب یې د توپ اچونې په برخه کې خورا مهم بللي دي.
د کرکټ نړیواله شورا زیاتوي د حمیدحسن د روغتیا سربېره د دولت ځدران او افتاب عالم شتون د انګلستان پر لوبغالو او ویشتن ځایونو د افغانستان د نېکمرغۍ نښه ده او کولی شي، چې ډېرې له جوشه او مبارزې ډکې لوبې وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر خبرې رااخېستي دي، چې ویلي یې دي، دوی نړیوال جام ته خورا مناسبه او ځواکمنه لوبډله اعلان کړې ده او ټولې ځوانې وړتیاوې او تجربې پکې نغښتې دي.
افغان لوبډله اوس په افریقا کې په تمریناتو بوخته ده، دوی د اپریل په ۲۵ مه او ۲۷ مه نېټه له ځایي افریقایي لوبډلو سره یو ورځنۍ تمریناتي لوبې لري.